د تورخم دروازې بند پاتې کېدل؛ کابل یې د خلاصون لپاره کومه نسخه لري؟

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مهمې دروازې د تړل کېدو ۱۴ ورځې کېږي.
په همدې هکله، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی د تورخم دروازې تړل کېدو او وروستیو نښتو په غبرګون کې آفاق خبري آژانس ته وایي، چې د دې دروازې تړل کېدو د دواړو لورو خصوصي سکتورونو ته پراخ مالي زیانونه اړولي او ګڼې ستونزې یې را ولاړې کړې دي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړې، چې په تېرو ۱۳ ورځو کې د دوازې بندېدو له امله افغان او پاکستاني سوداګرو ته شاوخوا ۱۲ میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي د اوسني وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې پاکستان وخت ناوخته پر اسلامي امارت او خصوصي سکټور د فشار راوړلو په پار دا مهمه لار بندوي.
د الکوزي په وینا، د دې لارې د خلاصون په پار د خصوصي سکټور هڅو هم تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ، هره ورځ شاوخوا اته سوه باروړونکې لارۍ د تورخم په دروازه تګ راتګ کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د میلیونونو ډالرو په ارزښت د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې ښکارندويي کوي.

دا خونه زیاتوي، چې دا مهال پاکستان ته د افغانستان غالۍ، وچه مېوه او معدني توکي صادرېږي او همداراز له پاکستانه تازه مېوه او سبزیجات هېواد ته را واردېږي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هېواد یو له مهمو سوداګریزو بندرونو شمېرل کېږي، چې وخت ناوخته د پاکستان له لوري تړل کېږي او د کرښې دواړو خواوو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

تورخم کې یوې سرچینې آفاق ته وویل: «هغه موټر چلوونکي چې پاکستان ته د تګ په تمه دي، اړ دي په خپلو موټرو کې ویده شي، ځکه نشي کولی خپل موټر له ساتونکي پرته د سړک پر سر پرېږدي.»
یو شمېر نور موټر چلوونکي د دواړو خواوو له مسوولینو غواړي، چې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

تورخم دروازه ۱۴ ورځې وړاندې د پاکستان له لوري وتړل شوه. د دې دروازې د تړل کېدو لامل د فرضي کرښې دې غاړې ته د اسلامي امارت له لوري د یوې پوستې جوړول یاد شوي دي.
د پوستې له جوړولو او دروازې تړل کېدو وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې پخلی وکړ او زیاته یې کړه: «د کب ۱۲مه، یکشنبې په شپه ۱۲:۰۰ بجې لومړی پاکستاني ځواکونو نښته پیل کړ، چې ورپسې د اسلامي امارت ځواکونه هم له خپل ځان دفاع ته اړ شول.»

تر دې نښې وروسته ځینو سرچینو رسنیو ته تایید کړه، چې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو نورې نښتې هم شوې او دواړو لورو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د ویلو ده، چې تر دې دمه د دې ستونزې د هواري په پار دواړو لورو هڅې هم کړې، خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظامیاني سره لیدنه کې ویلي، چې د جزیي ستونزو د هواري په پار، جګړه او تاوتریخوالی د حل لار نه ده.
ښاغلي کبیر ټینګار کړی، چې د ستونزو د هواري په موخه باید د خبرو اترو لار غوره شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست همداراز زیاته کړې، چې دا مهال دواړو خواوو ته زرګونه مسافر، ناروغان، جنازې او سوداګریز توکي بند پاتې دي او سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

خو پاکستاني لوري تر اوسه په رسمي توګه د تورخم د خلاصون څرنګوالي او وروستیو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

تورخم دروازه ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا په شمال لودیځه برخه کې موقعیت لري. پاکستان ادعا کوي، چې له دې سیمې یې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونه کېږي. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې پاکستان تل ادعا کړې، چې د ټي ټي پي غړي په افغانستان کې دي او له هغه ځایه پاکستان ته زیان رسوي او له همدې امله د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې هم ترینګلې شوې دي.
خو اسلامي امارت بیا (ټي ټي پي) د پاکستان کورنۍ ستونزه بولي او په خبره یې، پاکستان دې د خپل بام واورې د بل پر بام نه ور اچوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد