د امریکا او اسرائیلو لهخوا پر ایران د برید په ۲۶مه ورځ، د جګړې بهیر ناڅاپي بدلون وموند؛ د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو د برید لپاره د ډونالډ ټرمپ ۴۸ ساعته ضربالاجل له پامه وغورځول شو، او د امریکا ولسمشر په وروستۍ شېبه کې له خپلې پرېکړې شاتګ وکړ.
ډونالډ ټرمپ هوایي ډګر کې خبریالانو سره خبرو کې وویل: «ما د ایران پر انرژۍ او زیربنایي تاسیساتو د برید د ځنډېدو امر ورکړی دی موږ په ایران کې له یوه لوړپوړي شخصیت سره په اړیکه کې یو چې ډېر درناوی یې کېږي. دواړه خواوې پر مهمو ټکو هوکړه لري. زموږ خبرې اترې په منځني ختیځ کې د دښمنانه کړنو د درولو لپاره د یوې بشپړې او هر اړخیزې حل لارې په موندلو متمرکزې دي.»
ټرمپ د رغنده خبرو اترو خبرې کوي، په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تهران او واشنګټن ترمنځ هر ډول اړیکه رد کړې او دا ادعاوې یې د انرژۍ د بازار د مدیریت لپاره یوه هڅه بللې ده. په ورته وخت کې، ځینو رسنیو راپور ورکړ چې هغه لوړپوړی چارواکی چې ټرمپ ادعا کړې وه ورسره یې اړیکه نیولې، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف دی ؛ خو قالیباف سمدستي دا راپور رد کړ.
محمد باقر قالیباف په دې اړه زیاته کړې: «په دې اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې د تېلو په بازارنو کې د لاسوهنې په موخه دي. زموږ خلک د یرغلګرو پر وړاندې د بشپړ غبرګون غوښتنه کوي. ټول چارواکي د دې هدف په لاره کې په کلکه د خپل مشر او خپلو خلکو تر څنګ ولاړ دي.»
له بلې خوا، نتنیاهو له ټرمپ سره له خبرو وروسته وویل چې د امریکا ولسمشر په دې باور دی چې د جګړې د موخو د ترلاسه کولو لپاره په یو تړون کې پوځي لاسته راوړنې هم شاملېدلای شي.
د اسراییلو لومړی وزیر په دې اړه زیاته کړه: «ولسمشر ټرمپ په دې باور دی چې د امریکا د پوځ لهخوا ترلاسه شوې سترې لاسته راوړنې د یوې داسې هوکړې له لارې د جګړې د موخو د پوره کولو لپاره کارول کېدای شي چې زموږ حیاتي ګټې خوندي کړي.»
په متحده ایالاتو کې هم، له دې جګړې سره د نیوکو یو څپه مخامخ شوې ده. د ملي امنیت پخوانی سلاکار، جان بولټن، د چمتووالي او پلان جوړونې د نشتوالي په اړه خبرې کوي او د هغې د ستراتیژیکو پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار په دې اړه ویلي: «امریکایان چمتو نه وو، کانګرس چمتو نه وو او د امریکا متحدین هم چمتو نه وو. ایران اوس پوه شوی چې د هرمز تنګي بندول څومره زیان اړولی شي.»
په ورته وخت کې، په کشمیر، لبنان او فلسطین کې د عامه همبستګۍ یوې څپه را منځ ته شوې ، د ایران له خلکو سره د مرستو راټولولو لپاره کمپاینونه پیل شوي، او یو شمېر وګړو د پیسو، سرو زرو او شخصي توکو په مرسته خپل ملاتړ څرګند کړی دی.