د تهران او واشنګټن ترینګلتیاوې؛ عمان د پنجشنبې په ورځ جینوا کې د درېیم پړاو مذاکراتو کوربه دی

ټاکل شوې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې ترسره شي. د عمان بهرنيو چارو وزير بدر البوسعیدي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو منځګړیتوب کوي، هیله څرګنده کړې، چې په دې پړاو کې به يوې هوکړې ته د رسېدو په موخه رغنده ګامونه اوچت شي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی، هم اعلان کړی چې د مذاکراتو درېيم پړاو ښايي د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې ترسره شي. عراقچي له سي‌بي‌اس خبري شبکې سره مرکه کې ویلي، چې د اندېښنو د حل لپاره ډیپلوماسي یوازینۍ لار ده.

سید عباس عراقچي زیاته کړې: «موږ دا په تېر کې ثابته کړې ده او باور لرم چې لا هم د يوې ډيپلوماټيکې حل‌لارې د موندلو لپاره ښه چانس شته؛ داسې حل‌لاره چې د دواړو لورو په ګټه وي. د پوځي ځواک زیاتوالي ته هېڅ اړتیا نشته‎ او پوځي اقدامات نشي کولی ستونزې حل او نه هم موږ تر فشار لاندې راوستلی شي.»

په جینوا کې د ايران او امريکا د مذاکراتو درېيم پړاو داسې مهال ترسره کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ سياسي فضا لا هم ترینګلې او له لفظي شخړو سره مل ده. د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی، د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکاف، څرګندونو ته هم غبرګون ښودلی دی.

ويتکاف ويلي وو چې ټرمپ ترې پوښتي، چې ولې ایران لا هم د واشنګټن غوښتنې نه دي منلې. عراقچي د هغه د دې څرګندونو په غبرګون کې پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«پوښتنه کوئ ولې ايران د واشنګټن غوښتنو ته غاړه نه ده ايښې؟ ځکه موږ ايرانيان يو.»

مطالب بیشتر:  آیا آلمان به تر نورو مخکې، اسلامي امارت سره تعامل ته را وړاندې شي؟

پر ایران د امریکا د فشارونو له زیاتېدو سره سم، د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي، چې هېواد یې د هرې احتمالي سناریو لپاره اړین چمتووالی لري. مسعود پزشکيان زیاته کړې: «که څه هم موږ د امریکا اقدامات په دقت څارو او د هرې احتمالي سناریو لپاره اړین چمتووالی لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که تهران په لسو ورځو کې هوکړې ته ونه رسېږي، «بدې پېښې» به رامنځته شي. ټرمپ همدارنګه په منځني ختيځ کې د امريکا د سمندري ځواکونو د حضور د زياتولو امر هم کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *