آفاق خبري آژانس؛ کابل: وروسته له هغه چې ایران کې لاریونونو زور واخیست، د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له بهرنیو سفیرانو سره په لیدنه کې وايي، د جنوري له ۸مې تر ۱۰مې پورې وسلوالو ترهګرو د زیانونو د زیاتوالي په موخه لاریونوالو کې نفود کړی و او په منظمه توګه یې په ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ډزې کولې.
هغه زیاته کړه، چې دا اقدامات په داسې حال کیږي، چې ټرمپ ویلی و که چیرې د مړینو کچه لوړه شي؛ نو دوی به مداخله وکړي، عراقچي ټینګار وکړ، هغه څه چې د لاریونونو د دریم پړاو په توګه یادیږي، نور لاریونونه نه دي، بلکه په واټونو کې د ترهګرو جګړه ده.
ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په دې ناسته کې زیاته کړې: «د جنورۍ له ۸ مې تر ۱۰ مې د لاریونوالو منځ کې د وسلهوالو ترهګرو د شتون شاهد و، چې په منظم ډول یې په امنیتي ځواکونو، پولیسو او خلکو ډزې کولې، د دې اقدام هدف د ګډوډیو په وخت کې د وژل شویو شمېر لوړول و.»
د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري وايي: «اسلامي هېوادونه، د منځني ختیځ عربي هېوادونه او د فارس خلیج د حوزې هېوادونه د ځینو لوېدیځو هېوادونو له لوري د یوه منظم پلان، تګلارې او مشخصې ستراتېژۍ پر بنسټ له پراخو بېثباتیو سره مخ شوي دي. د دغو سیاستونو موخه په ډېرو مواردو کې د دولتونو کمزوري کول یا نسکورول، د ګډوډیو رامنځته کول، د کورنیو جګړو لمسون او د واکمنیو او پیاوړو نظامونو ړنګول وو.»
اوز مترونوم خپرونې د منځني ختیځ د مطالعاتو مرکز د کارپوهانو له قوله لیکلي، چې د ایران پر وړاندې د رسینو فضا له ګډوډیو او مبالغې ډکه ده او پر وړاندې یې طرف نیولی دی.
روسي شنونکی الکساندکنیازف وايي، چې د پلان شوی او منظمو ترهګرو له لوري نارامۍ په داسې ډول رهبري کیږي چې مخینه یې نه لیدل کیږي، او بهرنۍ لاسوهنه کولی شوي ددې پر ځای چې د ایران حکومت کمزوری کړي، د ملي یوالي او راپورته کیدو لامل شي.
د اوز مترونوم خپرونې د راپور په یوه برخه کې راغلي: «که څه هم لاریونونه د خلکو د پراخ ګډون له امله د پام وړ دي، خو په اوسني پړاو کې دا یو جدي ګواښ نه دی، چې وکولی شي د دولت جوړښت، ټيکاو او پایدارۍ ته په ریښتني ډول ګواښ پیښ کړي.»
د سیاسی چارو شنونکی نثار احمد شیرزی آفاق خبري آژانس ته زیاتوي: «که ايران له ناامنۍ سره مخ شوی وای، دغه ناامني به په چټک ډول د سيمې نورو هېوادونو ته هم غځېدلې وای؛ داسې يو حالت چې کولی یې شوای د سترو قدرتونو موخې او ګټې لا اسانه کړي او هغوی ته دا فرصت برابر کړي، چې د بېثباتۍ له فضا د خپلو پروګرامونو د پرمخ وړلو لپاره ګټه واخلي.»
د نړیوالو چارو شنونکی نجیبالرحمن شمال زیاتوي: «تاوتریخوالي سره د لاریونونو دوام، د زور کارول او غیرمدني لارې چارې نه یوازې د ستونزو په حل کې مرسته نه کوي، بلکې وضعیت لا پېچلی کوي؛ له همدې امله اړینه ده چې د ایران حکومت په یوه سنجول شوې او مدبرانه تګلارې د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیسي او د اعتراضونو د سم مدیریت لپاره عملي حللارې په کار واچوي».
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي، چې لاریوالو له امریکا او اسراییل امر ترلاسه کړی، او زیاته یې کړې وه چې دښمن ایران ته د ترهګرو په رالیږلو سره مسجدونو او بازارونو ته اور واچوه.
