پر ایران د امریکا او اسراییل د ګډو بریدنو دیارلسمه ورځ؛ دواړه لوري لا هم پر یو بل شدید هوایي او توغندیز بریدونه کوي او د سیمې د دې کړکېچ د پایته رسېدو نښې نښانې لا روښانه نه دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د جګړې په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې که څه هم د امریکا پوځ په دې جګړه کې خپلو ټولو اهدافو ته رسېدلی، خو جګړې ته دوام ورکړي.
ډونالډ ټرمپ په دې اړه زیاته کړې: «هغوی عملاً د لارې پای ته رسېدلي دي، خو دا په دې مانا نه ده، چې موږ به سمدستي جګړه پای ته ورسوو. هغوی نه سمندري ځواک لري، نه هوايي ځواک… او نه هم کوم د کنټرول سیستم لري.»
خو د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د جګړې پایته رسېدو شرایط وړاندې کړي او ټینګار یې کړی، چې جګړه به هله پایته رسېږي، څو د ایران حقونه ومنل شي، د جګړې له امله اوښتی تاوان ورکړل شي او همداراز داسې نړۍوال تضمین موجود وي، چې له مخې یې راتلونکي کې بیاځلي پر ایران برید ونشي.
مسعود پزشکیان د جګړې پایته رسېدو په اړه خپل لیدلوری داسې بیان کړی: «د روسیې او پاکستان د حکومتونو له مشرانو سره په اړیکه کې مې د سیمې د سولې او ارامۍ په اړه د اسلامي جمهوریت ژمنتیا څرګنده کړه او ټینګار مې وکړ چې د هغې جګړې د پای یوازینۍ لاره چې د صهیونیستي رژیم او امریکا له خوا پیل شوې، د ایران د مشروع حقونو منل، د تاوان ورکول او د بیا تېري د مخنیوي لپاره قاطع نړیوال تضمین دی.»
د دې ترڅنګ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د دې جګړې په اړه دوې بېړنۍ غونډې وکړې. په یوه غونډه کې روسیې د یوه داسې د پرېکړهلیک مسوده وړاندې کړه چې، له مخې یې د جګړې د سمدستي درولو او پر ایران د پوځي بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه شوې وه، خو د امنیت شورا د دوو مخالفو رایو له امله دا طرحه تصویب نه شوه او د اوربند هڅه ناکامه پاتې شوه.
خو په بله غونډه کې امنیت شورا یو بل پرېکړهلیک تصویب کړ چې پکې له ایران غوښتل شوي، څو پر خلیجي هېومادونو خپلو بریدونو ته د پای ټکی کېږدي. په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني دا پرېکړه د ښکاره بېعدالتۍ نښه وبلله او ویې ویل چې د امریکا او اسراییلو بریدونو له امله په ایران کې له ۱۳۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
امیر سعید ایرواني د امنیت شورا د پرېکړې په غبرګون کې ویلي: «دا پرېکړه زموږ پر هېواد ښکاره ظلم دی، ځکه موږ د یو څرګند یرغل اصلي قرباني یو. هغه څه چې په امنیت شورا کې وشول، ښيي چې سیاسي ملاحظې د ملګرو ملتونو پر منشور برلاسي دي. دا پرېکړه موجود واقعیتونه تحریفوي او د اوسني بحران اصلي لاملونه په قصدي ډول له پامه غورځوي. امریکا او اسراییل د فبروري په ۲۸ پر ایران برید وکړ او جګړه یې پیل کړه، او ایران د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع حق کاروي.»
له سیاسي تحولاتو سره هممهاله، د دې جګړې لمن د سیمې هېوادونو ته هم غځېدلې ده. ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو په غبرګون کې، د متحده عربي اماراتو په ګډون د خلیج فارس ځینې هېوادونو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي. د اسراییلو پوځ هم ویلي چې ایران پر دغه هېواد تازه توغندیز بریدونه کړي دي.
د جګړې دوام د نړۍ د تیلو بیه هم لوړه کړې او د تیلو نړیواله بیه له ۱۰۰ ډالرو پورته شوې ده. د انرژۍ نړیوالې ادارې د بحران د کنټرول لپاره اعلان کړی، چې له ستراتیژیکو زیرمو به سلګونه میلیونه بېلره تېل بازار ته وړاندې کړي.
دا جګړه په وروستیو کلونو کې د منځني ختیځ له لویو پوځي بحرانونو بلل کېږي. سره له دې چې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي، خو د دغو نښتو د ژر درېدو کومه روښانه نښه نه لیدل کېږي او ډېری شنونکي خبرداری ورکوي چې که دا حالت دوام وکړي، ښايي جګړه د منځني ختیځ ټولو هېوادونو ته وغځېږي.