د ایران سفیر ټرمټ ته: هر ډول یرغلګر اقدام به ناوړه پایلې ولري

د ایران سفیر ټرمټ ته: هر ډول یرغلګر اقدام به ناوړه پایلې ولري

د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیاوو په دوام، په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ د امریکا د ولسمشر ګواښونه وغندل.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر، امیرسعید ایروانی، د دې سازمان امنیت شورا ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې هر ډول یرغلګر اقدام به ناوړه پایلې ولري، او مسوولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.
ښاغلي ایرواني د ډونالډ ټرمپ څرګندونې پاروونکې او غیرمسوولانه بللې او ویلي یې دي چې دا ډول څرګندونې د ملګرو ملتونو له منشور ښکاره سرغړونه ده.
د ایران سفیر زیاته کړې چې دا ډول پاروونکي اقدامات د یو اړخیزو او غیرقانوني بنډیزونو دوام دی او دا چاره یې له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
ایرواني په خپل لیک کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نباید د ټرمپ د دا ډول پاروونکو څرګندونو په اړه چوپتیا غوره کړي. هغه زیاته کړې چې د نظامي برید ګواښ عادي ګڼل یو خطرناک اقدام دی، چې باید په کلکه وغندل شي.
په لیک کې همداراز راغلي چې ایران، د ملګرو ملتونو یو مسوول غړی دی، چې د نړۍوالې سولې، امنیت او همکاریو ساتلو ته ژمن دی او خبرداری یې ورکړی چې ایران به د خپلو ملي حاکمیت او ملي ګټو دفاع په کلکه وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د روان لمریز کال د دوشنبې په ورځ د سلواغې به ۲۲مه نېټه له فاکس نیوز سره په خپله تازه مرکه کې یو ځل بیا وویل
(ټول فکر کوي چې اسراییل زموږ په مرسته پر ایران برید کوي. زه غوره بولم چې دا کار ونه‌شي، بلکې زما غوره انتخاب دا دی چې له ایران سره توافق ته ورسېږو).
ټرمپ همداراز وویل: (نوې هوکړې باید د ایران د اټومي فعالیتونو څارنه، تفتیش او ارزونه وکړي، ترڅو اتومي مواد له منځه یوسي او ایران باید اتومي قدرت نشي.)
د ټرمپ په باور، د ایران د اټومي پرمختګ د مخنیوي په پار دوې لارې شته: “هوکړه یا بمبار “.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد