د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هند او سریلانکا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هند او سریلانکا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، چې د هند سمندرګي څېرمه هیوادونو په اتمه غونډه کې د ګډون په موخه د عمان پلازمېنې مسقط ته تللی، د هند د بهرنیو چارو له وزیر جي شنکر سره لیدنه او خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، سید عباس عراقچي په دې لیدنه کې د ایران او هند ترمنځ د اړیکو پر پراخولو او پیاوړتیا سربېره، د دواړو هېوادونو تر منځ د سلا مشورو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.
سید عباس عراقچي ویلي: (موږ د سیمې له هیوادونو سره پیاوړې او نه پرې کېدونکې اړیکې لرو او هڅه کوو چې دا اړیکې لا پیاوړې کړو).

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر هم هیله څرګنده کړې، چې دا غونډه به د سیمې د هیوادونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا، په ځانګړې توګه د تهران او نوي ډهلي د اړیکو د پرمختګ سبب شي.

په ورته وخت کې، سید عباس عراقچي د غونډې په څنډه کې له خپل سریلانکايي سیال ویجیتا هرات سره هم لیده کاته کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، عراقچي د ایران او سریلانکا همکاریو ته په اشارې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د پراخو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو یادونه کړې او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو او سوداګریزو خونو ترمنځ یې د لا زیاتو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د سریلانکا د بهرنیو چارو وزیر ویجیتا هرات هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو په اړه خوښي څرګندې کړې او تهران ته یې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر بلنه هم ومنله.
بلخوا، سید عباس عراقچي، د دې غونډې په څنډه کې د خلیج د همکاریو شورا له سرمنشي جاسم محمد البدیوي سره هم لیدنه او خبرې کړې دي.
سید عباس عراقچي د دې لیدنې پر مهال د غزې په اړه امریکا د ولشمسر ډونالډ ټرمپ د طرحې په اړه د عربي هیوادونو، په ځانګړې توګه د خلیج هیوادونو له دریځونو هرکلی کړی او د اسراییل د ولسمشر بنیامین نتانیاهو هغه څرګندونې یې هم غندلې چې ګواکې په سعودي عربستان کې دې فلسطیني دولت جوړ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د خلیج همکاریو شورا سرمنشي نورو هېوادونو ته په جبري توګه د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو په اړه مخالفت څرګند کړی او د فلسطین د خلکو د حقونو پر تحقق یې ټینګار کړی دی.
نوموړي همداراز د ایران د هغه وړاندیز هرکلی هم کړی، چې د فلسطین په اړه یې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد