آفاق خبري آژانس؛ کابل: اسراییلي رژیم چې تېره جمعه (غبرګولي ۲۳مه) یې پر ایران یرغل وکړ، لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل بریدونه دوام لري او ښایي جګړه تر دې هم شدیده شي. تازه ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه هېواد د اسراییلي رژیم د وروستیو بریدونو په غبرګون کې له بالستیک توغندیو کار اخیستی او توانیدلي ټاکلي اهداف په نښه کړي. تسنیم خبري آژانس هم راپور ورکړی، چې ایران د شنبې په شپه د اسراییل پر وړاندې له پرمختللو توغندیو او ډرون الوتکو کار اخیستی دی. راپور کاږي، چې دا توغندي د اسراییلي رژیم له هوایي دفاعي سیستم په تېرېدو سره پر ټاکلو اهدافو لګېدلي او پراخ ویجاړی یې رامنځته کړی دی.
په ورته وخت کې اسراییلي پوځ هم اعلان کړی، چې تېره شپه یې ایران کې د توغندیو تولید پر څو صنعتي سایټونو او یو شمېر نورو تاسیساتو بریدونه کړي دي، خو تر اوسه د اسراییلي رژیم د دغو بریدونو له امله د اوښتو تلفاتو او خساراتو جزیات نه دي خپاره شوي.
د ایران- اسراییل جګړې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه
که څه هم د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه د هرې شېبې په تېرېدو سره شدیده کېږي او دواړه لوري پر یو بل بریدونه کوي، خو اخوا بیا د دې جګړې د پایته رسېدو په پار سیاسي او ډیپلوماټیکې هڅې هم شدیدې شوې دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (جمعه، غبرګولي ۳۰مه) د ایران او اسراییل ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو په اړه غونډه جوړه کړه، چې دې غونډې ته د ایران پر استازي سربېره، د بېلابېلو هېوادونو استازو لیدلوري وړاندې کړي.
امیر سعید ایرواني د ایران پر وړاندې د اسراییلي رژیم د ژر تر ژره پایته رسېدو غوښتنه وکړه او پر ایران یې د دغه رژیم وروستي بریدونه او همداراز د ملکي وګړو وژنه د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله. ایرواني دې غونډې ته د اسراییلي رژیم په بریدونو کې د وژل شویو ماشومانو انځورونو په وړاندې کولو سره وویل: «لږ تر لږه دوه امیدواره مېرمنې، چې ماشومان یې زېږېدلي هم نه وو، پر صدا او سیما د اسراییلي رژیم په بریدونو کې ووژل شوې.» ایرواني همداراز د اسراییلي رژیم بریدونه ښکاره یرغل وباله او خبرداری یې ورکړ، چې که امنیت شورا د دغه رژیم د بریدونو مخه ونه نیسي، نو د ناوړه پایلو پړه به یې پر همدې شورا وي.
د دې ترڅنګ امنیت شورا کې د پاکستان استازي هم پر ایران د اسراییلي رژیم یرغل ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. عاصم افتخار احمد پر ایران د اسراییل یرغل «ناقانونه» بللی او ټینګار یې کړی، چې د ایران هستوي پروګرام پر سر ناندرۍ باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي. هغه زیاته کړې: «پر ایران د اسراییل ناقانونه برید داسې مهال وشو، چې د دغه هېواد د هستوي پروګرام پر سر مذاکراتو جریان درلود.»
امنیت شورا کې د عراق استازي هم ویلي، چې اسراییلي رژیم د دغه هېواد هوایي حریم نقض کړی او په خبره یې، تر پنځوسو زیاتې اسراییلي جنګي الوتکي د دغه هېواد هوایي حریم ته د ننه شوې ده. عباس کاظم عبید الفتلاوي په دې اړه زیاته کړې: «۲۰ الوتکو الوتنه پیل کړه او ورپسې ۳۰ نورې جنګي الوتکې د عراق سویل ته د ننه شوې او د دغه هېواد له بصره، نجف او کربلا ښارونو تېرې شوې.» دغه عراقي چارواکي د اسراییلي رژیم دا ګامونه د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض بللی او له امنیت شورا یې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا یو ځل بیا پر ایران د اسراییل یرغل غندلی او زیاته کړې یې ده، چې اسراییلي رژیم داسې مهال پر ایران یرغل وکړ، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر غیر مستقیم مذاکرات په جریان کې وو. هغه زیاته کړې، چې اسراییل په دې کار سره ډيپلوماسۍ ته بېاعتنایي وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې د ایران پر سولهییزو هستوي تاسیساتو د بریدونو دوام به، نړۍ له یوه «ناورین» سره مخ کړي او ټینګار یې کړې، چې دا مهال د ایران هستوي فعالیتونه د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان تر بشپړ څار لاندې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه
د امنیت شورا پر غونډې سربېره، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم د ایران- اسراییل جګړې په اړه غونډه جوړه کړې وه او دې غونډې ته د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم وینا وکړه. عراقچي دې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې هېواد یې له خپل ملي حاکمیت دفاع ته ژمن دی او زیاته کړې یې ده، چې اسراییلي رژیم د ټولو نړۍوالو قوانینو په نقضولو سره او پرته له کوم دلیل پر ایران یرغل وکړ. د ایران بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې هستوي فعالیتونه یې سولهییز او د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان تر نظارت لاندې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر په جینوا د فرانسې، برېټانیا، آلمان او اروپایي ټولنې له لوړپوي غړي سره تر خبرو اترو وروسته ویلي، چې د ایران پوځي وړتیاوې، په ځانګړي ډول د دغه هېواد توغندیزې وړتیاوې د بحث وړ نه دي او له هېچا سره پرې مذاکرات نه کوي. عراقچي ټینګار کړی، چې د اسراییلي رژیم د بریدونو په درېدو او دغه رژیم د خپلو جنایتونو په اړه ځوابګو کولو په صورت کې، تهران چمتو دی، بېرته ډیپلوماسۍ ته وګرځي.
د ایران – اسراییل جګړې په اړه د ټرمپ تازه څرګندونې
په جینوا کې د ایران او درېیو اروپایي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې اروپایي هېوادونه نشي کولی د ایران او اسراییل ترمنځ جګړې پایته رسېدو په برخه کې مرسته وکړي او په خبره یې، ایران نه غواړي له اروپا سره مذاکرات وکړي او زیاته کړې یې ده، چې د جګړې درېدل اوس سخت شوي دي. ټرمپ د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي، چې اسراییل د بریا په حال کې دي او هغه څوک چې د بریا په حال کې وي، نه غواړي جګړه ودروي.
اخوا سپینې ماڼۍ بیا ویلي، چې ولسمشر ټرمپ به تر راتلونکو دوو اونیو پر ایران د برید په اړه پرېکړه وکړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویټ په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې، چې ټرمپ غواړي، له ایران سره د هستوي فعالیتونو پر سر هوکړې ته د رسېدو په پار بېرته ډیپلوماسۍ ته وګرځي، خو په خبره یې هغه په دې اړه راتلونکو تحولاتو ته په تمه دی.