د امریکا په بهرني سیاست کې د منځني ختیځ له پامه غورځول

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امریکا د ملي امنیت ستراتیژي یو له هغو مهمو دولتي اسنادو څخه دی چې هره امریکايي اداره یې خپروي.

دا د ملي امنیت، سیاسي او نظامي لومړیتوبونو ساتلو، د مهمو ګواښونو پیژندلو او له نړۍ سره د اړیکو د څرنګوالي لپاره د امریکا د لارې نقشه بیانوي.

د امریکا ولسمشر په روانه اونۍ کې خپله د ملي امنیت ستراتیژي خپره کړه.  هغه ستراتیژي چې د ټرمپ د ۲۰۲۲ کال د ستراتیژۍ په پرتله چې د ډیموکراسۍ په پیاوړتیا او په نړیوال نظم کې د سولې په ساتلو کې د امریکا رول په ګوته کوي توپیر لري.

دا سند د نړۍ په اړه د واشنګټن په نظر کې د یو لوی بدلون څرګندونه کوي او امریکا غواړي د نړۍ د پولیس په توګه له خپل دودیز رول څخه لرې شي او په امنیت، کورني حاکمیت، اقتصاد او ملي ګټو تمرکز وکړي.

ارزښتونه لکه د ملت جوړونې او د ډیموکراسۍ خپریدل له اصلي اجنډا څخه لرې شوي یا کم شوي دي.

د دې سند یوه له جنجالي برخو څخه د منځني ختیځ په اړه د ټرمپ پالیسي ده. په دې سند راغلي چې دا سیمه نور د امریکا د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې امریکا په مستقیم ډول د منځني ختیځ په ځینو هیوادونو برید کړی او د خپلو نړیوالو ملګرو په ملاتړ یې یو شمیر هیوادونو ته جګړې او ویجاړي کړې ده او د دې روښانه مثالونه په عراق برید او د غزې د خلکو په ډله ییزه وژنه کې د اسراییل ملاتړ دی.

امریکا د ملي امنیت ستراتیژي د منځنۍ اسیا هیوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان ته هیڅ اشاره نه ده کړې. په داسې حال کې چې امریکا په تیرو شلو کلونو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او دولت جوړونې په پلمه پر افغانستان برید وکړ، هغه برید چې د افغانستان لپاره یې ویجاړونکې پایلې درلودې.

شنونکي په دې باور دي چې امریکا د خپلې ملي امنیت ستراتیژۍ په وړاندې کولو سره په هیوادونو کې د نویو جرمونو په لټه کې ده.

په دې سند کې، امریکا له چین سره سیالي د پوځي په پرتله اقتصادي او تخنیکي ګڼي.

واشنګټن د چین پر اکمالاتي زنځیرونو او ټکنالوژیو د تکیه کمولو او د رسنیو او مصنوعي ځیرکتیا په څیر برخو کې د غوره والي پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *