آفاق خبري آژانس؛ کابل: په دې وروستیو کې، د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ایراني لوري ته په استول شوي لیک کې له هغوی غوښتي، چې د اټومي پروګرام پر سره ورسره د مذاکرې مېز ته کېني.
دې مسئلې ته د غبرګونونو په دوام، تازه د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ایران اټومي پروګرام په ټولو پړاوونو کې، په بشپړ ډول سولهییز و او د پوځي جوړښت هېڅ څرک پکې نشته.
ښاغلي عراقچي ټینګار کړی چې هېواد یې هیڅکله تر فشار او ګواښونو لاندې مذاکراتو ته چمتو نه دی او دا ورته د منلو نه دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «موږ هغسې مذاکرات چې مقابل لوری یې د ګواښ له لارې د پیلېدو غوښتنه کوي، حتا د غور وړ نه بولو.»
ښاغلي عراقچي همداراز پر خپله ایکس پاڼه په ډاګه کړې، چې ایران دا مهال له درېیو اروپایي هېوادونو او په جلا جلا توګه له روسیې او چین سره د مساوي شرایطو او متقابل درناوي پر بنسټ مشورې پیل کړې او له دې سلا مشورو موخه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د لا زیات باور او روڼتیا رامنځته کول او په بدل کې یې د ناقانونه بنډیزونو لرې کول دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي، هر کله چې امریکا له ایران سره د متقابل درناوي پر بنسټ چلند کړی، ایران هم په همغه ډول ځواب ورکړی دی، خو هر کله چې امریکا د ګواښ دریځ غوره کړی، ایران هم له هغه سره مقابله کړې ده. عراقچي زیاته کړې: «هر ډول ګواښوونکی عمل به، خامخا د ایران له توند غبرګون سره مخامخ کېږي.»
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د جمعې په ورځ (کب،۷مه) له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، چې د ایران مشر سید علي خامنهاي ته لیک استولی او چمتو دی له ایراني چارواکو سره د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې وکړي. په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت او په ملګرو ملتونو کې د یاد هېواد دایمي استازولۍ ویلي وو، چې د ټرمپ لیک یې نه دی ترلاسه کړی.
ټرمپ د دې مرکې په لړ کې ټینګار کړی چې ایران یوازې دوه لارې لري؛ یا به بېرته د مذاکراتو مېز ته راګرځي او د اټومي پروګرام د بندولو پر اساس به نوې هوکړه کوي او یا به هم له پوځي غبرګون سره مخامخ کېږي.
د ټرمپ له دې ګواښ یوه ورځ وروسته د ایران مشر آیت الله علي خامنهاي وویل: «پر مذاکراتو د ځینو زورواکو حکومتونو او اشخاصو ټینګار، د ستونزو هواری نه دی، بلکې هڅه کوي، پر مقابل لوري خپلې غوښتنې تحمیل کړي.»
د ایران مشر زیاته کړه: «د ایران اسلامي جمهوریت به هېڅکله د دوی غوښتنې ونه مني.»
اوس یو شمېر کارپوهان په دې بارو دي، چې د ګواښ تر سیوري لاندې مذاکره ناشونې ده او د نړۍ زیات شمېر هېوادونه د امریکا له پټو او ښکاره تېریو ستړي شوي او د “بریکس” غړیتوب له لارې هڅه کوي نوي اېتلافونه جوړ کړي.
د نړۍوالو اړیکو یو شمېر نور کارپوهان بیا په دې بارو دي، چې د ایران او امریکا مناقشې ته په کتو، علي خامنهاي غوره ګڼي چې د ټرمپ لیک ته ځواب ورنه کړي.
د دوی په خبره، که د خبرو اترو دروازه بنده شي، کېدای شي ښې پایلې ونه لري.
له دې ورها خوا، د سیاسي چارو شنونکي باور لري، چې ښایي تهران او واشنګټن مذاکرات وکړي، ځکه د روسیې او چین په څېر د ایران متحدین هم د مذاکراتو غوښتونکي دي.
دوی ټینګار کوي، چې د امریکا له لوري نظامي برید به، نه یوازې د ایران، بلکې د امریکا لپاره هم دروند تمام شي.