تماس مارکو روبیو، وزیر امور خارجه با محمد بن سلمان آل سعود، ولیعهد و نخست‌وزیر عربستان سعودی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اونۍ منځني ختیځ ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د راتلونکې شنبې (سلواغې ۲۷مه) سعودي عربستان، اسراییل او متحده عربي اماراتو ته په درې ورځني سفر لاړ شي.
په خبرپاڼه کې د دې سفر موخه په سیمه کې د بندي امریکایي وګړو خلاصون، د غزې او اسراییل تر منځ اوربند او همداراز د اسراییل او حماس تر منځ یرغمل شویو کسانو تبادله یاده شوې ده.
ښاغلی روبیو به د منځني ختیځ له سفر وروسته د راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه جرمني ته سفر وکړي او هلته به د نړۍ اوو سترو اقتصادي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ګډون وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد