د اسراییل له لوري د غزې د اوربند د نقض دوام

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسراییل او حماس ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک څخه څه باندې دوه میاشتې تیرې شوې دي، دا یو نازک تړون دی چې د حماس په باور اسراییل ترې هره شیبه سرغړونه کولی شي.

د سولې تړون څخه د اسراییل د دوامداره سرغړونو په اړه د حماس د اندیښنې په دوام سره، د حماس د سیاسي دفتر غړي حسام بدران ویلي چې د غزې د اوربند طرحه دویم پړاو ته نشي داخلیدلی ځکه چې اسراییل له تړون څخه له دوامداره سرغړونو سره مخ دی.

نوموړي په ​​منځګړو غږ وکړ چې پر اسراییل فشار راوړي څو د تړون شرایط ومني.

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړی حسام بدران وایي:«اسراییل په اوربند کې خپلې ژمنې نه عملي کوي، له هغې ډلې له مصر سره د رفح لارې پرانیستل او غزې ته د مرستو زیاتوالي. موږ په منځګړو – مصر، قطر او متحده ایالاتو – غږ کوو چې پر اسراییلي رژیم فشار راوړي څو د تړون د لومړي پړاو پلي کول بشپړ کړي.»

اسراییل ته د بشري مرستو ننوتل د غزې د اوربند د تړون یو له بندونو څخه دی، او اسراییل لا هم غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره د رفح لاره نه ده پرانیستې.

د سیاسي چارو ځینې شنونکي، اسراییل په مکرر ډول د غزې له اوربند څخه په سرغړونې تورنوي او وايي چې د اسراییل له لوري له ژمنو سرغړونه د تړون دویم پړاو ته د تګ لپاره یو لوی خنډ دی.

اسراییل غزې ته د بشري مرستو رسولو لارۍ بندې کړې دي، په داسې حال کې چې یونیسف خبرداری ورکړی چې د زرګونه ماشومانو په ګډون د سلګونه زره فلسطینیانو ژوند له خطر سره مخ دی.

یونیسف ویلي چې نړیواله ټولنه د غزې د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو په ساتنه کې پاتې راغلې ده او دا ناکامي د مخنیوي وړ مرګونو د دوام لامل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *