د امریکا او اسراییل له لوري تر جدي ګواښونو وروسته، حماس غورځنګ درې اسراییلي یرغمل شوي د ۳۶۹ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې آزاد کړل.
د حماس د پوځي څانګې ویاند ابوعبیده نن (شنبه، د سلواغې ۲۷مه) اعلان کړی، چې د بندیانو د هوکړې له مخې یې دا درې اسراییلي آزاد کړل.
د فلسطیني اسیرانو د رسنیو دفتر هم اعلان کړی چې د دې درې اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې به، په عمري بند محکوم ۳۶ فلسطینيان او ۳۳۳ نور هغه کسان چې د “طوفان الاقصی” عملیاتو وروسته نیول شوي وو، آزاد شي.
د بندیانو د تبادلې په دې پړاو کې ، د حماس ویاند حازم قاسم ویلي، دوی هڅه کوي چې پرته له کوم بدلون هوکړه عملي او په خبره یې، که هر څومره فشارونه هم زیات شي، د دې بهیر په عملي کېدو کې به بدلون رانشي.
ښاغلي قاسم له الجزیرې شبکې سره خبرو کې زیاته کړې: “موږ د اوربند د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، د هوکړې د ټولو پړاوونو عملي کېدو ته ژمن یو. صهیونیستان د معمول په څېر د خنډونو جوړولو او ځنډ رامنځته کولو سیاست ته دوام ورکوي، خو موږ هغوی مجبور کړل چې هغه څه ترسره کړي چې له دوی څخه غوښتل شوي دي.”
د حماس ویاند زیاته کړې چې د مقاومت له خوا د بندیانو د سپارلو بهیر به، د تېر په څېر، په شفاف ډول ترسره او دا صحنه به په ژوند بڼه خپره شي.
د یادونې ده، چې تر دې دمه د حماس او اسراییل ترمنځ پنځه ځله د بندیانو تبادله شوې، چې په لومړي پړاو کې هم درې اسراییلي بندیان د ۹۰ فلسطیني یرغمل شویو کسانو په بدل کې آزاد شوي وو.
