حماس غورځنګ: د امریکا پریکړه ‌لیک به د غزې په ثبات کې مرسته ونه کړي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په غزه کې د سولې ټینګښت لپاره د ټرمپ هڅې په پرلپسې توګه له بن‌بست سره مخ کیږي، امنیت شورا ته د غزې د پریکړه لیک مسوده او د ټرمپ دویم نوښت نه یوازې دا چې په دې تړانګه کې یې د کړکیچ غوټه راونه سپړله، بلکې د حماس غورځنګ توند غبرګون یې هم روپاراوه.

د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم د پنجشنبی په ورځ د غزې په اړه امنیت شورا ته د امریکا وړاندې شوي پریکړه لیک په تړاو غبرګون وښود او وايي، دا پریکړه لیک به دې تړانګه کې د ثبات په رامنځته کېدو کې مرسته ونه کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې امریکا هڅه کوي، په دې پریکړه لیک کې د نه منلو وړ عبارتونو په درجولو سره، یو شمیر خواوې راضي کړي.

د حماس غورځنک ویاند حازم قاسم وايي:«د غزې په اړه د امریکا د پریکړه لیک په مسوده کې ځیني اصلاحات به ددې سیمې د وضیعت په ثبات کې کومه مرسته ونه کړي. موږ غوښتنه کوو، امنیت شورا داسې پریکړه لیک صادر کړي، چې د خلکو د برخلیک ټاکلو حق وساتي، د غزې پر وړاندې د جګړې مخه ونیسي او د غزې د لویدیځې غاړې یا اشغالي بیت‌المقدس پر ضد د تیریو مخه ونیسي.»

د ټرمپ په مسوده کې راغلي، نړیوال سوله ساتې ځواکونه چې له امریکا او عربي هېوادونو جوړیږي، په غزه کې به د امینت د ټينګښت مسولیت پر غاړ لري او د فلسطین وسله والو ډلو بې وسلې کول به تضمینوي.

خو د جهاد اسلامي غورځنګ د سرمنشي مرستیال د امریکا له لوري د غزې کنټرول او په دې تړانګه کې د نړیوالو ځواکونو موجودیت د نه منلو وړ بللی.

د جهاد اسلامي غورځنګ د سرمنشي مرستیال  محمد الهندي وايي:«د غزې په اړه د امریکا اصلاح شوې، د پریکړه لیک مسوده مبهمه ده او زموږ د خلکو اصلي ستونزې له پامه غورځوي. تر څو چې د سولې شورا د دندو او هغې د جوړښت میکانیزم مشخص نشي، دا کیداشي د قانوني اشغال په توګه بدل شي. موږ نه منو چې د غزې تړانګه د امریکا له لوري اداره شی.»

د نړیوالو چارو یو شمیر شنونکي په غزه کې د امریکا او اسراییل د سولې ټینګښت په اړه ژمنو ته د شک په سترګه ګوري او په دې باور دې، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د سولې هوکړه له پیله ماتېدونکی وه.

له دې ټولو سره سره په منځني ختیځ کې وروستیو بدلونونو وښوده، چې سولې ته د رسیدو لاره له ډیروه کږلیچونو سره مخ شوې.

یو شمیر شنونکي په دې باور دي، چې دې سیمه کې دوامداره سوله یوازې په لنډه مهالې پریکړه لاسته نه راځي او خلک د هغې ورځې په تمه دي، چې دې سیمه کې ریښتنې سوله رامنځته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *