آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو عمومي رییس نادر یاراحمدي ایسنا خبري آژانس سره په خبرو کې، دغه هېواد کې د بهرنیو کډوالو د طبقهبندۍ په اړه د نویو پروګرامونو له پیلېدو خبر ورکړی دی. د ایسنا د راپور پر بنسټ، د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به ایران کې ناقانونه کډوال له روغتیایي، ښوونیزو او نورو خدمتونو محروم شي.
ښاغلي یاراحمدي ویلي، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له افغانستانه ایران ته د کډوالو څپه دومره درنه وه، چې ایراني پولهساتي ځواکونه یې په مهارولو کې پاتې راغلل. هغه زیاته کړې: «نن موږ هڅه کوو چې ناقانونه کډوال او ان هغه قانوني کډوال چې په خپله خوښه افغانستان ته د ستنېدو لېوالتیا لري، خپل هېواد ته واستوو.»
هغه په ډاګه کړې، چې د راتلونکي کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به پر ناقانونه کډوالو ټول خدمات بند شي.
د یاراحمدي په وینا، لومړۍ ډله چې په ایران کې به د پاتې کېدو اجازه ولري، هغه کسان دي چې د خاوند او مېرمنې له ډلې، یو یې د آمایش کارت او بل یې د سرشمېرنې پاڼه ولري.
دویمه ډله هغه کسان دي چې د خاوند او مېرمنې له ډلې یو یې د آمایش سند او د هغه/هغې ماشومان د سرشمیرنې پاڼه ولري.
د یاراحمدي په خبره، درېیمه ډله هغه کسان دي چې پاسپورت ولري او ویزه یې ختمه شوې وي. هغوی ته د وتلو ویزه وهل کېږي او کولی شي بېرته د ویزې په ترلاسه کولو سره ایران ته ستانه شي.
څلورمه ډله هغه کسان دي، چې د دندې او یا کار کارت لري. دوی کولی شي د قانوني اسنادو په ترلاسه کولو سره ایران کې پاتې شي.
پنځمه ډله د افغانستان د پخواني حکومت پوځیان، کارکوونکي یا دولتي چارواکي دي، هغوی د احصایې او کډوالو د چارو مرکز له تاییدۍ وروسته، نړیوالو سازمانونو ته د خپل برخلیک معلومولو په موخه ورپېژندل کېږي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو مرکز عمومي رییس همداراز زیاته کړې چې شپږمه ډله هغه کسان دي چې د سرشمیرنې پاڼه لري او که چېرې له ایرانه ووځي او پاسپورټ ترلاسه کړي، نو کولی شي خپل حضور قانوني او یاد هېواد کې پاتې شي.
د یاراحمدي په خبره، هغه کسان چې په دغو شپږ ډلو کې شامل نه دي، ناقانونه ګډول بلل کېږي او ایران کې به له ټولو خدمتونو بې برخې شي.
د هغه په خبره، راتلونکی کال به ایران کې د بهرنیو اوسېدونکو څارنه لا جدي شي. هغه زیاته کړې: «زدهکوونکي او محصلین یوازې د قانوني استوګنې سند (پاسپورټ یا د آمایش کارت) په لرلو سره کولای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»
دغه ایراني چارواکي ویلي، چې د کډوالو ستنېدو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې د افغانستان له سفارت سره همغږي کړې او په خبره یې دا کسان د قانوني پاسپورت په ترلاسه کولو سره کولی شي بېرته ایران ته راشي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د کورنیو چارو وزیر امنیتي او انتظامي مرستیال، علياکبر پورجمشیدیان تېره ویلي وو، چې دا مهال ایران کې شاوخوا ۴.۵ میلیونه ناقانونه کډوال ژوند کوي.
د علياکبر پور جمشیدیان په خبره، اوسمهال په ایران کې ټولټال ۶.۵ میلیونه افغانان اوسېږي.