ایراني چارواکي: اسلامي امارت سره د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کې همکارۍ ته چمتو یو

د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې معین عبدالحق آخند د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال علي اکبرپور جمشیدیان سره لیدنه کې، د مخدره توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې دا موضوع د دواړو لورو په لیدنه کې مطرح شوې ده.

د ایراني رسنیو په راپور د ښاغلي جمشیدیان له خولې راغلي: «د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې او قاچاق په برخو کې د ایراني او افغان ځواکونو ګډه مبارزه تر ټولو مناسبه لار ده.»

علي اکبر جمشیدیان همداراز زیاته کړې: «ایران او افغانستان باید د مخدره توکو پر وړاندې ګډه مبارزه چټکه کړي. په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت، قاچاق او پلور بنډیز غوره اقدام و او دا پرېکړه ښې پایلې لرلی شي.»

د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال په دې لیدنه کې همداراز ویلي، چې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه عملي کار ته اړتیا لري او ټینګار یې کړی، چې ایراني پولیس کولی شي په دې برخه کې خپلې تجربې د اسلامي امارت له ځواکونو سره شریکې کړي.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالحق آخند هم په دې لیدنه کې ویلي: «په تېرو ۴۵ کلونو کې افغانستان کې د مخدره توکو پر کښت، پېر او پلور هېڅ بنډیز نه و لګېدلی، خو وروستیو کلونو کې دې مسئلې ته تر ډېره پام زیات شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزی معین د تېرې اونۍ دوشنبې (کب، ۶مه) د یوه پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر ایران ته ولاړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو له لوري د مخدره توکو پر وړاندې ګډه مبارزه او په دې برخه کې د همکاریو زیاتوالی بللی و.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد