اوکراین ته د امریکایي توغندیو ورکړې په اړه د پوتین خبرداری

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په دې ورځو کې غزه تړانګه نه یوازې تر سختو نظامي بریدونو لاندې ده، بلکې د نړۍ د مشرانو د ویناوو سرلیک هم ګرځېدلې ده. هغه بحران چې دا مهال د سیاسي محفلونو او ډیپلوماټیکو ستیجونو اصلي موضوع ګرځېدلې ده؛ د نسل‌وژنې له خبرداري نیولې، د دوو هېوادونو تر جوړېدو.

تازه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د “والدای نړیوال بحث کلنۍ عمومي ناسته” کې د نورو نړیوالو موضوعاتو ترڅنګ د غزې پر وضعیت هم خبرې وکړې. نوموړي وویل چې د فلسطین د شخړې یوازینی حل د فلسطین او اسراییل ترمنځ د دوو دولتونو جوړېدل دي. پوتین ټینګار وکړ چې دا کړکېچ د لویدیځ له لوري د وړاندې شویو نسخو پر بنسټ نشي حل کېدای.

ولادیمیر پوتین په دې اړه زیاته کړې: «که د غزې په اړه د سولې هڅې د دوو دولتونو د جوړېدو لامل شي، موږ د دا ډول هڅو ملاتړ ته چمتو یو؛ دا یوازینۍ لاره ده چې د دغه بحران پای‌ته رسېدو ته لار پرانیزي.»

پوتین په دې ناسته کې همداراز امریکا ته خبرداری ورکړ چې اوکراین ته د “تاماهاک” توغندیو استول به د مسکو او واشنګټن ترمنځ کړکېچ نور هم ژور کړي. هغه وویل، دا ډول توغندي به د جګړې په ډګر کې هېڅ بدلون رامنځته نه کړي، خو دا کار به د دواړو هېوادونو اړیکې، چې همدا اوس هم ډېرې خرابې دي، نورې هم کړکېچنې کړي.

د روسیې ولسمشر په دې ناسته کې د یادو توغندیو په اړه ویلي: «دا اقدام به د مسکو او واشنګټن ترمنځ کړکېچ نور هم زیات کړي، خو د جګړې پر ډګر اغېز ونه لري. د تاماهاک توغندیو کارول د امریکایي نظامي پرسونل له مستقیم ګډون پرته ناشوني دي، او دا کار ډېر خطرناک دی.»

د روسیې ولسمشر دې ناستې ته د خپلې وینا په یوه بله برخه کې اروپایي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې له مسکو سره دې لوبې نه کوي. هغه وویل چې روسي ځواکونه د جګړې په ټولو محورونو کې ستراتیژیک ابتکار له ځان سره لري او په ډاډ سره مخکې روان دي. پوتین د اوکرایني ځواکونو درنو تلفاتو ته په اشارې، له کې‌یف وغوښتل چې د دغو تلفاتو ته په کتو دې، د مذاکراتو لاره غوره کړي.

ښاغلي پوتین د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو تلفات د جذب په پرتله کم دي. په پوځ کې د جذب لپاره د سن را کمول به، د اوکراین د پوځ ستونزې هوارې نه کړي. د اوکراین پوځ شاوخوا ۱۵۰ زره سرتېري تښتېدلي. یوازې په سپټمبر میاشت کې، د اوکراین پوځ نږدې ۴۴۷۰۰ کسان له لاسه ورکړي، چې د دې جبرانول ورته خورا ستونزمن کار دی. دې تلفاتو ته په کتو، کې‌یف ته په کار ده، چې د خبرو اترو لاره غوره کړي.»

بل‌خوا بیا د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي، د ډنمارک پلازمېنه کوپنهاګن کې د اروپایي ټولنې مشرانو غونډه کې، اروپایي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې روسیه د هر اروپایي هېواد د هوایي حریم د نقضولو وړتیا لري او ټینګار یې کړی، چې اروپا باید دفاعي وړتیاوې زیاتې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *