آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی، چې سبا (دوشنبه، کب ۲۷مه) به افغانستان کې د یونما ماموریت د غځېدو په اړه رای اچونه وکړي.
د امنیت شورا د راپور پر بنسټ، د دې شورا غړي په ټولیز ډول د یوه بل کال لپاره افغانستان کې د یونما ماموریت تمدیدو سره موافق دي، پرته له دې چې د دغه بنسټ په لومړیتوبونو او دندو کې کوم بدلون راشي.
په دغو دندو او لومړیتوبونو کې د بشر حقونو، ښځو او نجونو حقونو، سوله او امنیت، اقتصادي وضعیت، تروریزم، د مخدره توکو قاچاق، کورني بېځایه شوي او طبیعي پېښې شامل دي.
د راپور له مخې، د یونما ماموریت په اړه مذاکرات خورا پېچلي وو او داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې د دې شورا غړو د پراختیایي مرستو، د افغانستان بانک شتمنیو کنګل کېدو او له سرپرست حکومت سره د تعامل پر څرنګوالي اختلافات درلودل.
په داسې حال کې چې امنیت شورا تېر کال د کب په ۲۵مه، افغانستان کې د یونما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړی و، خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په وروستیو څرګندونو کې د یونما ماموریت ناکام بللی او دغه بنسټ یې تورن کړی، چې د افغانستان وضعیت په اړه ناسم راپورونه خپروي.