د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران د ګډ پوځي برید شپږ ورځې تېرې شوې.
دا جګړه چې د شنبې په سهار پیل شوه، امریکا او اسراییل په ګډه د ایران په بېلابېلو ښارونو، په ځانګړي ډول تهران کې بېلابېل اهداف په نښه کړل.
ایران په مقابل کې د اسراییلي رژیم بېلابېل ښارونه او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو توغندیز او د بېپیلوټه الوتکو پراخ بریدونه پیل کړل. د دې نښتو له امله، په نړۍ کې د نفتو او ګازو بیې په بېساري ډول لوړې شوې او د ونډو ارزښت هم راټیټ شوی دی.
د شپږو ورځو په تېرېدو سره، نښتې لا هم په شدت سره دوام لري او د پایته رسېدو څرک یې نه معلومېږي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ایران پر ضد جګړه کې د پرمختګ خبر ورکړی او ویلي یې دي چې امریکايي ځواکونه په ایران کې په ډېر قوي موقعیت کې دي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ټکنالوژۍ د مدیرانو په غونډه کې وویل چې د ایران رهبري په چټکۍ سره د پرځېدو په حال کې ده. په ورته وخت کې، د امریکا د جګړې وزېر پیټ هېګسټ، د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي، چې ایران د دوی په پرتله زیات دوام نشي کولی.
پیټ هېګسټ زیاته کړې: «په پای کې، موږ سرعت او ریتم ټاکو. ایران په متزلزل حالت کې دی او موږ به دا حالت د هغوی لپاره همداسې وساتو. موږ د هغوی له توغندیزو وړتیاوو او خپلو دفاعي وړتیاوو ترمنځ توپیر ته هم متوجه یو او وینو چې دا توپیر د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي.»
سره له دې چې امریکايي چارواکي په جګړه کې د پوځي برلاسۍ خبره کوي، خو ایراني چارواکي بیا بېل نظر لري. د ایران اسلامي انقلاب ځواکونو (سپاه پاسداران) تازه خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به په سیمه کې د امریکا پر اډو بریدونه لا سخت او پراخ شي.
په ورته وخت کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني، وایي چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ټرمپ په غولولو سره، هغه ایران سره یوې «نامردانه» جګړې ته را کش کړ. هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې امریکا باید د ایران د مشر د ترور په بدل کې درنه بیه پرې کړي.
علي لاریجاني په دې اړه ویلي: «ټرمپ دې اوس حساب او کتاب وکړي، چې آیا په دې څو ورځو کې د څه باندې ۵۰۰ امریکایي ځواکونو وژل کېدل، بیا هم لومړی امریکا ده که اسراییل؟ کیسه دوام لري او امریکا باید د ایران د مشر د ترور په بدل کې درنه بیه پرې کړي.»
د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې په دوام سره، د دې اور لمن د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخېږي. آتلانتیک مجلې د امریکا د کانګرس د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د پنتاګون لومړنی اټکل ښيي چې دا جګړه د امریکا لپاره هره ورځ شاوخوا یو میلیارد ډالر لګښت لري.
دا په داسې حال کې ده چې د جګړې له پیل یوازې شپږ ورځې تېرې شوې، خو امریکایي چارواکي وایي، چې ښایي دا جګړه څو اونۍ دوام ولري.