امریکا او اسراییل ته د ایران خبرداری؛ د غاښ‌ماتوونکي ځواب په تمه اوسئ

د ایران ستر مذهبي مشر سید علي خامنه‌اي د امریکا او اسراییل په ګډو بریدونو کې ژوند بایلود.

خامنه‌ایي په ۱۳۱۸ لمریز کال کې د ایران په دویم لوی ښار مشهد کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې. هغه لومړنۍ زده‌کړې په مشهد او ورپسې یې په نجف او قم کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. خامنه‌اي د ۱۳۵۷ کال له انقلاب وروسته، د ایران ولسمشر شو او تر ۱۳۶۸ کال پورې پر همدې دنده پاتې شو.

د روح‌الله خمیني له مړینې وروسته، هغه په ۱۳۶۸ کال کې هغه دیني مشرانو له‌خوا د ایران د ستر مذهبي مشر په توګه وګومارل شو.

علي خامنه‌اي تل ټینګار کاوه، چې د ایران اټومي پروګرام سوله‌ییز دی او څه باندې ۳۶ کاله په واک کې پاتې شو. د هغه د واکمنۍ پر مهال، د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍوالو، په ځانګړي ډول د امریکا له بنډیزونو، کورنیو لاریونونو او سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو سره مخ و.

د علي خامنه‌اي ترڅنګ، علي شمخاني او محمد پاکپور هم ووژل شول. شمخاني له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، د خامنه‌اي د استازي او د دفاع نوې جوړې شوې عالي شورا د منشي په توګه ټاکل شوی و. پاکپور هم د حسین سلامی له وژل کېدو وروسته د ایران اسلامي انقلاب (سپاه پاسداران) عمومي قومندان وګومارل شو او د خپلې دندې پر مهال یې پر جګړه‌ییز چمتووالي او د توغندیز ځواک پر پراختیا ټینګار درلود.

د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز عبدالرحیم موسوی او د ایران دفاع وزیر عزیز نصیرزاده، هم په دغو بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ایران حکومت ۴۰ ورځې ملي ماتم او اووه ورځې عمومي رخصتي اعلان کړه. د حکومت مخالفانو په کور دننه او بهر خوښي ولمانځله، خو زرګونه ایراني وګړي سړکونو ته راووتل او د خامنه‌اي په وژنه یې ماتم وکړ. د سیاسي چارو شنونکي وایي، چې د امریکا او اسراییل له بریدونو سره به د ایران نظام بدل نشي.

مطالب بیشتر:  ذبیح الله مجاهد: پاکستان په نړۍواله کچه د افغانستان پر وړاندې دسیسې جوړوي

پر ایران د امریکا او اسرییل بریدونو پراخ نړۍوال غبرګونونه را پارولي دي. د راپورونو له مخې، دغو بریدونو د لوېدیځې نړۍ په جبهه کې هم درز رامنځته کړی دی. د واشنگتن پست د راپور پر بنسټ، د امریکا اروپايي متحدانو د شخړو د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی په ګډو بریدونو کې برخه نه ده اخیستې.

د چین د دفاع وزارت امریکا «په جګړه روږدې» بللې او ویلي یې دي چې واشنګټن د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د سلګونو پوځي اډو په لرلو سره د بې‌ثباتۍ لامل ګرځي.

د ایران اسلامي انقلاب ځواکونو بیا ګواښ کړی چې د ایران په تاریخ کې به د امریکا او اسراییل پر وړاندې تر ټولو سخت یرغلیز عملیات پیل کړي.

د یران د اسلامي شورا مشر محمدباقر قالیباف، ویلي چې امریکا او اسراییل د ایران له «سره کرښې» تېر شوي او د ده په وینا، د ایران «بوږنوونکي» ګوزارونه به هغوی زاریو ته اړ کړي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ هم ایران ته ګواښ کړی، چې د سخت برید په پایله کې به، سخت ځواب ورکړي. د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که ایران د غچ اخیستلو هڅه وکړي، له بې‌ساري ګوزار سره به مخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *