اسلامي امارت ته نږدې الاماره رسنۍ د دوحې هوکړې د پنځمې کلیزې په مناسبت یوه مقاله کې لیکلي، چې دا هوکړه ساده نه وه، بلکې د امریکا د تاریخي ماتې رسمي سند او افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت و.
دې رسنۍ زیاته کړې، چې پنځه کاله وړاندې، امریکا له میاشتو- میاشتو مذاکراتو وروسته، بالاخره خپله ماتې ومنله او د دوحې هوکړه یې لاسلیک کړه.
د دې رسنۍ په مقاله کې همداراز راغلي: «تاریخي شواهدو په ډاګه کړې، هر کله چې اشغالګر د ملتونو له مقاومت سره مخ او د جګړې په ډګر کې ماتې تجربه کړي، د دا ډول سترو ماتو د پټولو او خپل حیثیت د ساتلو لپاره، د مذاکرې مېز ته مخه کوي، چې په حقیقت کې دا مذاکرات د جګړې له ډګره د تېښتې هڅه ده.»
الاماره همداراز په خپله مقاله کې زیاته کړې، چې دا مناسبت به د اشغالګرانو لپاره د عبرت درس وي.
دې رسنۍ همداراز زیاته کړې، چې امریکا تر دې وړاندې په ویتنام او عراق کې هم له ورته ماتو سره مخ شوې ده.
د دې رسنۍ د مقالې پر بنسټ، امریکا په ۱۹۵۵ زېږدیز کال کې سویلي ویتنام اشغال کړ، چې بالاخره د هغه هېواد د ملت له سخت مقاومت سره مخ او په ۱۹۷۳ کال کې پاریس کې مذاکراتو ته چمتو او له دغه هېواده یې پښې سپکې کړې.
الاماره رسنۍ په دې مقاله کې لیکلي، چې امریکا په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې عراق اشغال کړ، خو له څو کلنې جګړې او مقاومت وروسته مذاکراتو ته چمتو او په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې یې وروستی سرتېری له دغه هېواده ووت.