د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جیسوال د پاکستاني چارواکو هغه تورونه رد کړي چې ګواکې دغه هېواد په بلوچستان کې د شنبې ورځې (سلواغې ۱۱مې) په بریدونو کې لاس لري. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې پاکستان غواړي د داسې ادعاوو په مطرح کولو سره، له خپلو کورنیو ناکامیو د عامه افکارو پام واړوي. نوموړي ټینګار کړی، چې پاکستان باید د بېځایه تورونو لګولو پر ځای، د بلوچستان د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وکړي. جیسوال همدارنګه ویلي، چې د بشري حقونو نقض، ځپنې او تاوتریخوالي په برخه کې د پاکستان مخینه ټولو ته روښانه ده.
راندهیر جیسوال په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې: «موږ په پرېکنده توګه د پاکستان بېاساسه او بېبنسټه تورونه ردوو. دا د اسلاماباد همیشنۍ تګلاره ده، څو له خپلو کورنیو ناکامیو د خلکو پام واړوي. پاکستان باید د بېاساسه ادعاوو د تکرار پر ځای، د دې سیمې د خلکو اوږدمهاله غوښتنو ته پاملرنه وکړي.»
په همدې حال، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان د دولت ناعادلانه چلند، په ځانګړې ډول د پنجاب او پېښور له لوري د بلوچستان ایالت پر وړاندې، او همدارنګه د وضعیت په پېچلي کېدو کې د پنجابي مخکښانو رول، د خلکو د نارضایتۍ لامل شوی دی. د دوی په وینا، د بلوچستان خلکو د خپلو حقونو د دفاع لپاره مدني او اعتراضي ګامونه اوچت کړي دي.
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی آفاق خبري اژانس سره په دې اړه وایي: «د پاکستان د دولت ناعادلانه چلند، په ځانګړې توګه د پنجاب او پېښور له خوا د بلوچستان ایالت پر وړاندې، او همدارنګه د مرکزي حکومت او پنجابي مخکښانو رول د وضعیت په لا خرابېدو کې، د نارضایتۍ لامل شوی دی.»
د سیاسي چارو بل شنونکی نجیبالرحمن شمال بیا په دې اړه زیاتوي: «په پاکستان کې وروستي بریدونه د دې هېواد د کورنیو او بهرنیو ناکامو تګلارو پایله ده، چې د شته ننګونو د حل لپاره اغېزمنې نه وې. دغو اقداماتو نه یوازې دا چې سیاسي، امنیتي او ټولنیزې ستونزې یې حل نه کړې، بلکې په پاکستان کې یې تاوتریخوالی او نارضایتي نوره هم زیاته کړې ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي پوځ له بریدونو وروسته، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي وو، چې په بلوچستان کې وروستۍ پېښې د دې ښکارندویي کوي، چې دا بریدونه د حقونو د مبارزې سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې دا هغه ترهګري ده، چې د بهرني ملاتړ په وسیله تنظیمېږي.
