اسراییل ته د احمد الشرع ګوت‌څنډنه؛ له جګړې وېره نه لرو

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سوریې په السویداء کې د بومي قبایلو او دروزي قوم ترمنځ له وسله‌والې نښتې وروسته، اسراییلي رژیم د دروزي قوم په ملاتړ د سوریې پر دفاع وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ هوایي بریدونه وکړل. د اسراییلي رژیم بریدونو د سوري چارواکو، په ځانګړي ډول د دغه هېواد ولسمشر احمد شرع سخت غبرګون را پارولی دی.

احمد شرع ټینګار کړی، چې سوریه د توطیو د ازمایښت ځای نه دی او د ملي یووالي ساتنه د دولت لومړیتوب دی. هغه په قاطعت سره هر ډول بهرنۍ لاسوهنه او د کورنۍ فتنې رامنځته کولو هڅې غندلې او له دروزي خلکو یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی. د سوریې ولسمشر په سیمه کې قومي مشرانو د امنیت پر سپارلو او همداراز د قانون ماتوونکو پر محاکمه کولو ټینګار کړی او د ورانیو د بیا رغونې غوښتنه یې کړې ده.

د سوریې ولسمشر د خپلې وینا پر مهال زیاته کړې: «موږ له جګړې وېره نه لرو، موږ هماغه خلک یوو، چې خپل ټول ژوند مو د خپلو خلکو په دفاع کې تېر کړی دی. موږ دا ځل پر ورانیو د سوریې د خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړ. په دې توګه په اوسنیو شرایطو کې د یووالي ټیګښت او د وطن بچیانو د ساتنې لپاره، دا تر ټولو غوره پرېکړه وه.»

اسراییلي رژیم بیا ادعا کوي، چې دا عملیات یې د دروزي توکمو د ملاتړ په پار کړی دي. د اسراییلي رژیم دا بریدونه له پراخو سیمه‌ییزو او نړۍوالو غبرګونونو سره هم مخ شوي دي. افغانستان، ایران، ترکیې، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارت، اردن، لبنان، روسیه، اروپایي ټولنه، آلمان او فرانسې دا بریدونه د سوریې د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی او په کلکه یې غندلي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره، په السویدا کې ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی غندلی دی. د خلیج فارس همکاریو شورا هم دا بریدونه غندلي او دا یې د سوریې د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د سیمې لپاره جدي ګواښ بللی دی

د ایران بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «د سوریې پر بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول دمشق د صهیونیستي رژیم بریدونه په کلکه غندو. نن ټولو ته په ډاګه شوه، چې صهیونیستي رژیم د سیمې ثبات لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی او دا رژیم د امریکا او یو شمېر نورو غربي هېومادونو، په ځانګړي ډول آلمان، انګلیس او فرانسې له سیاسي او پوځي مرستو او ملاتړ په استفادې، د سیمې او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.»

اخوا د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د بریدونو په غندلو سره ویلي: «د سعودي عربستان پاچاهي پر سوریه د صهیونیستي رژیم ښکاره او دوامداره بریدونه، د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه او په سیمه کې د امنیت او ثبات ګډوډول، په کلکه غندي. دا ډول کړنې د نړۍوال حقوقو او په ۱۹۷۴ کال کې د اسراییل او سوریې د بېلتون هوکړې ښکاره نقض دی.»

په ورته وخت کې د قطر بهرنیو چارو وزارت بیا د اسراییل بریدونو ته په غبرګون کې ویلي: «د قطر دولت پر ورور هېواد سوریه د اسراییلي اشغالګرو له لوري بریدونه په کلکه غندي او دا د سوریې د ملي حاکمیت ښکاره نقض، له نړۍوالو قوانینو او ملګرو ملتونو له منشور ښکاره سرغړونه او د سیمې د بې‌ثباتۍ هڅه بولي.»

د دې ترڅنګ د ترکیې بهرنیو چارو وزارت هم پر سوریه د اسراییلي رژیم بریدونو ته توند غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده: «د ترکیې حکومت په سوریه کې د اسراییلو تر پوځي مداخلې وروسته، پر دمشق د اسراییلو بریدونه د سولې، ثبات او امنیت ټینګښت لپاره د سوریې دولت د هڅو پر وړاندې یو تخریبي عمل ګڼي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوترش بیا د دې بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي: «د ملګرو ملتونو سرمنشي په سویدا، درعا او مرکزي دمشق باندې د اسراییلو د هوايي بریدونه او همدارنګه په جولان کې د اسراییلي ځواکونو د بیا ځای پرځای کیدو راپورونه غندي. هغه د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ټولو سرغړونو د سمدستي درېدو او د ۱۹۷۴ کال د ځواکونو بېلوالي تړون ته د درناوي غوښتنه کوي.»

د نورو هېوادونو ترڅنګ، اسلامي امارت هم پر سوریه د اسراییلي رژیم بریدونو ته سخت غبرګون ښودلی دی. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت زیاته کړې: «د افغانستان اسلامي امارت د اسرائیلي رژيم له لوري د سوريې پر خاوره، په ځانگړې توگه په دمشق او نورو ځایونوبريدونه په کلکو ټکو غندي. دغه ډول تجاوزونه نه یواځې د یوه خپلواک دولت د حاکمیت نقض دی، بلکې د ټولې سيمې د لا بې‌ثباته کولو او هرج و مرج خپرولو سيستماتيک جنايت دی.»

په همدې حال، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هیله څرګنده کړې، چې تاوتریخوالی به کم او په راتلونکو څو ساعتونو کې به د جګړې پای‌ته رسېدو په برخه کې د پام وړ پرمختګ وشي. د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي: «موږ د تاوتریخوالي کمولو په هڅه کې یو او هیله لرو چې د سوریې بیارغونې په پار مرسته او منځني ختیځ کې د ثبات ټینګښت پر لور حرکت وکړو. په دې توګه، هیله لرو په راتلونکو څو ساعتونو کې د هغه څه د پای‌ته رسېدو شاهدان وو، کوم چې تاسو څو ساعته وړاندې ولیدل.»

د ویلو ده، چې د سوریې ولسمشر احمد شرع د خپلو خبرو په یوه برخه کې د امریکا، عربي هېوادونو او ترکیې اغېزمن منځګړیتوب ته په اشارې سره ویلي، چې دغو هڅو د تاوتریخوالي کمېدو او د سیمې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ مخه ونیوله.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد