د آلمان استخباراتو رییس وایي، چې دا مهال د افغانستان په اړه د اړینو معلوماتو راټولولو بوخت دي، څو له اسلامي امارت سره د خپل هېواد تعامل وارزوي.
برونو کاهل، له “دویچه وله” سره په مرکه کې ویلي چې دا معلومات به اسلامي امارت سره د چلند او تعامل په پار، د آلمان له فدرالي حکومت سره مرسته وکړي.
هغه د دویچه وله خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا دی اسلامي امارت سره د مستقیمو خبرو وړاندیز ته لېواله دی، وویل: «دا داسې یوه پوښتنه ده، چې باید زموږ سیاسیون یې ځواب ووایي. د استخباراتي سرویس په توګه زموږ دنده دا ده، چې مهم معلومات راټول او د هغه په رڼا کې فدرالي حکومت مناسب تصامیم ونیسي او دا هغه ماموریت دی، چې موږ یې افغانستان کې ترسره کوو.»
په همدې حال، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، هغه زیاته کړه: «افغانستان له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي، له دې جملې آلمان له پخوا راهیسې افغانستان سره ښې تاریخي اړیکې درلودې، افغانستان غواړي له آلمان سره هغه اړیکې ولري او د ښه تعامل له په چوکاټ کې دواړه هېوادونه د خپلو خلکو ګټې خوندي کړي.»
بلخوا، د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وایي، چې اسلامي امارت باید له نړۍ سره د تعامل په موخه ټوله هڅه وکړي. د ښاغلي ځاځي په خبره: «اوس نړۍ دې پایلې ته رسېدلې چې زیاتره هیوادونه د امریکا سیاسي موخو قرباني شوي او هیڅ هیواد نه غواړي د امریکا تر اغېز لاندې واوسي. اسلامي امارت هم باید د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د تعامل په پار کار وکړي، څو زموږ هېواد او خلک له بدمرغیو خلاص شي.»
د آلمان د استخباراتو رییس داسې مهال دا څرګندونې کړې، چې د یاد هېواد یو شمېر سیاستوالو وړاندیز کړی، چې د کډوالۍ څپې د مهارولو په موخه، برلین باید نېغ په نېغه له اسلامي امارت سره خبرې اترې وکړي.
که څه هم تر اوسه اسلامي امارت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندلی شوی، خو په عمل کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره پراخ تعاملات لري.
د ویلو ده چې میاشت وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، ویلي وو چې ګاونډي، سیمهییز، او نړیوال هیوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې باید له اسلامي امارت سره خپل تعامل پراخ کړي.