آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه، چې وروستیو کې یې د سولهییز حل هڅې هم ګړندۍ شوې دي او د دواړو هېوادونو چارواکو د لومړي ځل لپاره (غویي، ۲۶مه) د ترکیې په ستانبول ښار کې مخامخ لیدنه کې د زر- زر یرغمل شویو پر خوشي کېدو هم هوکړه وکړه، خو د دې معضلې د سولهییز حل ترڅنګ مسکو او کېیف وروستیو څلورو ورځو کې پر یو بل بریدونو ته هم زور ورکړی دی. د جګړې شدت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د نړۍ ګڼو مشرانو غندلی او ټرمپ خو ان تر دې چې پوتین د یکشنبې شپې بریدونو له امله «لېونی» بللی دی.
د امریکا ولسمشر پر کېیف د مسکو پراخو او مرګونو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې پوتین غواړي ټول اوکراین ونیسي، نه د دې هېواد یوه برخه او خبرداری یې ورکړی، چې که بریدونه همداسې دوام ومومي، روسیه به د سقوط له ګواښ سره مخ شي. ټرمپ پر خپله سوشال ټروټ شبکه لیکلي: «پر پوتین څه شوي، هغه بیخي لېونی شوی دی، هغه د ټول اوکراین نیول غواړي، نه د هغه یوه برخه او ښایي دا کار وکړي، خو که دا کار وکړي، روسیه به هم سقوط سره مخ شي.» په ورته وخت کې د کرملېن ویاند دیمیتري پسکوف بیا د ټرمپ څرګندونو په غبرګون، د سولې ټینګښت په پار د هغه د هڅو ستاینه کړې ده او زیاته کړې یې ده، چې ټرمپ او نور ښایي د احساساتو له نظره تر سخت فشار لاندې وي.
ټرمپ پر پوتین سربېره، زلنسکي باندې هم توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې هغه «زلنسکي» پر خپل هېواد هېڅ رحم نه لري او هر څه یې چې له خولې را وځي، ستونزې پېښوي. ټرمپ زیاته کړې: «زما له هغه ښه نه راځي او باید خوله یې بنده شي. که زه ولسمشر وای دا جګړه به هېڅکله نه وه پیل شوې. دا د زلنسکي، پوتین او بایډن جګړه نه، نه د ټرمپ. زه هڅه کوم، چې دا لګېدلی اور کابو کړم، هغه اور چې د ځینو د بېکفایتۍ له امله پیل شوی دی.»
اخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي بیا په یوه ویډیویي پیغام کې د ټرمپ نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی، چې پوتین تل د سیاسي انتخاب پر ځای، پر جګړې فوکس زیات کړی او دا یې د جګړې پایته رسولو په برخه کې د کرملېن نه لېوالتیا بللې ده. هغه په دې ویډیو کې زیاته کړې، چې پوتین یوه لار انتخاب کړې او هغه هم د جګړې او ژوند تباه کولو لار ده. د اوکراین ولسمشر یو ځل بیا پر روسیې د فشار راوړلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي: «روسیه د سختو فشارونو مستحقه ده، د دوی د پوځي وړتیاوو محدودلو لپاره باید له هرې لارې چارې کار واخیستل شي.»
سره له دې چې د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼ هېوادونه هڅه کوي، چې د مسکو او کېیف ترمنځ لګېدلی اور د خبرو اترو له لارې کابو کړي، خو د روسیې پر وړاند د ټرمپ وروستي دریځ ته په کتو، داسې ښکاري چې لا تر اوسه دا هڅې په یوې ملموسې پایلې نه دي منتج شوې. که څه هم د ستانبول له غونډې وروسته، د روان لمریز کال د (غویي ۲۹مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره تر دوه ساعته ټلیفوني خبرو وروسته ویلي وو، چې پوتین سره یې خبرې خورا مثبتې او نږدې راتلونکي کې به دواړه لوري مخامخ خبرې پیل پیل کړي؛ خو د ټرمپ له وروستي دریځ داسې ښکاري، چې پوتین تر هغو د دې جګړې پایته رسېدو ته لېوالتیا نه لري، څو چې یې خپلې ګټې نه وي خوندي شوې او ټاکلو اهدافو ته نه وي رسېدلی.
که څه هم تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو نېټه او ځای نه دي په ډاګه شوي، خو د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف د روان لمریز کال (غبرګولي ۲مه) ویلي وو، چې هېواد یې د اوکراین معضلې د سولهییز حل په پار پر یوه یادښت کار کوي او ژر به دا یادښت اوکرایني لوري ته وسپاري، دا چې دا یادښت تر اوسه اوکرایني لوري ته سپارل شوي کنه، تر اوسه روښانه نه ده.
که د کېیف او مسکو ترمنځ روانه جګړه د مذاکراتو له لارې پایته ونه رسېږي، د جګړې ډګر بریالی به څوک وي؟
روسیه چې تر ډېره اوکراین سره له خبرو کولو ډډه کوي، یو عمده لامل یې دا دی، چې د مسکو او کېیف ترمنځ پیل شوې جګړه په حقیقت کې د واشنګټن او مسکو جګړه ده؛ ځکه واشنګټن او د اوکراین نورو لوېدیځو متحدینو زلنسکي د پوتین پر وړاندې تحریک او مسکو یې اړ کړ، چې پر اوکراین برید وکړي. پوتین په خورا ځیرکتیا لوبه کوي او امریکایي لوري هم دا درک کړې، چې د پوتین پر وړاندې هېڅ راز فشار نتیجه نه ورکوي او له همدې امله مسکو سره په نرمۍ مخ پر وړاندې ځي او هڅه کوي، چې د سولهییز حل تر نامه لاندې په یو ډول د اوکراین له معضلې پښې سپکې کړي.
د ټرمپ تر واکمنۍ لاندې امریکا، چې تر ډېره یې بهرنۍ پالیسي اقتصاد محوره ده، نور نه غواړي په پردیو جګړو کې ښکېل او میلیاردونه ډالر ولګوي. امریکا اوس د پاڼ او پړانګ ترمنځ قرار لري؛ نه د اوکراین له جګړې چې د دوی په اشاره او ملاتړ پیل شوې ده، پښې ایستلی شي او نه هم د دې جګړې د دوام لپاره د اوکراین مالي ملاتړ ته زړه نیولی شي؛ نو له همدې امله ډونالډ ټرمپ تل د دواړو هېوادونو ترمنځ په سولهییز حل ټینګار کوي. روسان هم د اوکراین پر ځای له امریکا سره مخامخ خبرو ته لومړیتوب ورکوي؛ ځکه دوی پوهېږي چې دا جګړه اوکراین نه، بلکې امریکا له دوی سره پیل کړې ده.
څرنګه چې د آفاق خبري آژانس په مخکنیو تحلیلونو کې مو هم ورته اشاره کړې وه، امریکا او ملګرو یې اوس د جګړې په ډګر کې د پوتین پر وړاندې نسبي ماتې منلې او د اوکراین له مالي ملاتړه لاس په سر شوي، نو د خپل نړۍوال برم او حیثیت په پار، له دې جګړې د تېښتې دوه لارې لري: لومړی دا چې بېرته به د جګړې ډګر ته راستنېږي او په پوره ځواک او ټول توان به د اوکراین پوځي او مالي ملاتړ ته دوام ورکوي، پر روسیه به بنډیزونه زیاتوي او د فشار له نورو لارو چارو به پوتین د مذاکراتو مېز ته حاضروي. دویمه لار دا چې واشنګټن به مسکو ته د امتیاز ترڅنګ، دا تضمین هم ورکوي، چې د سولې په صورت کې به بیا نه امریکا او نه هم د دوی متحدین د مسکو پر وړاندې د کېیف د لمسون هڅې کوي. سره له دې چې امریکا اوس هم د کریمیا ټاپو په شمول د ټولو نیول شویو سیمو او همداراز په ناټو سازمان کې د اوکراین نه غړیتوب په اړه روسي اړخ ته ډاډ ورکړی، خو پوتین د ټولو هغو اهدافو د تحقق په لټه کې دی، چې له امله یې جګړه پیل کړې ده او راتلونکي کې ترې وېره محسوسوي.
دا چې امریکا او ملګري به یې له پورتنیو دوو لارو کومه یوه انتخابوي، هغه څه دي چې وخت به یې ځواب کړي؟