د سویس په جینوا کې د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو د دویم پړاو له پای ته رسېدو وروسته، په رسنیو کې د تهران او واشنګټن د احتمالي مخامخ کېدو په اړه اټکلونه زیات شوي دي. امریکایۍ سياېناېن د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو پوځ چمتووالی لري چې د روانې اوونۍ تر پایه پر ایران برید وکړي، خو ډونالډ ټرمپ لا تر اوسه د دې برید په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت، په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې له ایران سره د کړکېچ د حل لپاره ډیپلوماسي تر ټولو غوره لاره ده، خو ایران باید په خبرو اترو کې ډېر عاقلانه چلند وکړي او یوې هوکړې ته ورسېږي.
کارولین لیویت په دې خبري غونډه کې زیاته کړې: «ټرمپ تل په ډاګه ویلي، چې د ایران او یا هم کوم بل هېواد په اړه ډیپلوماسي د ستونزو د حل لومړنۍ لار ده. دا به د ایران لپاره خورا غوره او عاقلانه وي، چې ولسمشر ټرمپ سره هوکړې ته ورسېږي.»
د امریکايي چارواکو له خوا پر ایران د لفظي ګواښونو له زیاتېدو سره هممهاله، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د امریکا لهخوا پر تهران د احتمالي برید د پایلو په اړه خبرداری ورکړ. سرګئي لاوروف له العربیه سره په مرکه کې، د ایران او اسراییل ترمنځ دولس ورځنۍ جګړې او په هغې کې د امریکا ښکېلتیا ته په اشارې زیاته کړې، چې پر تهران بیا برید کول له اور سره لوبه ده.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر په دې مرکه کې زیاته کړې: «د ایران د اټومي تاسیساتو په نښه کول ډېر خطرناک کار دی او کېدای شي تهران دې ته اړ کړي چې لا سخت محافظتي تدابیر غوره کړي. ایران خپلو اټومي ژمنو ته ژمن پاتې شوی او د اسراییل او امریکا برید یو ډېر خطرناک اقدام و. ټول پوهېږي چې پر ایران بیا برید له اور سره لوبه ده، او عربي هېوادونه هم نه غواړي چې په ایران کې وضعیت لا پسې خراب شي.»
دا څرګندونې په جینوا کې د امریکا او ایران ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو د دویم پړاو له ترسره کېدو وروسته مطرح کېږي؛ هغه خبرې چې د عمان په منځګړیتوب ترسره شوې. د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو درېیم پړاو په راتلونکو اوونیو کې ترسره شي؛ خو د دویم پړاو خبرو پایله لا هم له پوښتنو او ابهام سره مخ ده.