غزه کې د جګړې پای‌ته رسېدو هڅې؛ آیا د ټرمپ طرحه به دا جګړه ختمه کړي؟

له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې غزه کې د راکېټونو او بمونو غږونه اورېدل کېږي. دې جګړې په دې تړانګه کې د ډېریو خلکو جونګړې له خاورو سره خاورې کړې. لسګونه زره ملکي وګړي پکې قرباني شول او لسګونه زره نورو د خپل بدن غړي له لاسه ورکړل. دا مهال په دې تړانګه کې سولې ته هیلې زیاتې شوې دي.

په وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې تړانګه کې د سولې ټینګښت یوه طرحه چمتو کړه، چې د اسراییل او حماس غورځنګ له لوري ومنل شوه. ټرمپ وایي، چې دا طرحه به منځني ختیځ کې رښتینې سوله ټینګه کړي. د امریکا ولسمشر د جمعې له ورځې تر دې دمه، له کوم ځنډ پرته د دې جګړې د پای‌ته رسېدو هڅې کوي.

هغه په دې موده کې پر خپله سوشل ټروټ ټولنیزه پاڼه دواړو خواوو ته پرله‌پسې پیغامونه لېږلي دي. ټرمپ په خپلو پیغامونو کې د جګړې پای‌ته رسېدو په پار، خبرداري هم ورکړي دي. د امریکا ولسمشر ویلي، چې غزه کې د جګړې پای‌ته رسېدو او سولې هوکړې ته نږدې شوي دي او همدا چې حماس یې ومني، بشپړ اوربند به عملي شي.

ډونالډ ټرمپ په خپل پیغام کې زیاته کړې: «له خبرو اترو وروسته، اسراییلو د جګړې له لومړۍ کرښې شاتګ سره هوکړه کړې؛ هغه کرښه چې حماس ته یې ور ښودلې او له هغوی سره یې شریکه کړې ده. کله یې چې حماس ومني، سملاسي به اوربند اجرایي او د یرغمل شویو ادلون بدلون به پیل شي. دا هغه ګام دی، چې له غزې تړانګې د اسراییل د شاتګ بل پړاو ته زمینه برابروي.»

خو حماس غورځنګ بیا په یوه خبرپاڼه کې اسراییلي رژیم غزه تړانګه کې د فلسطینیانو په ټول‌وژنه تورن کړی دی. د حماس غورځنګ د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د اسراییلي رژیم بریدونه دوام لري. دغو بریدونو تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۷۰ کسانو ژوند اخیستی دی. د دغو بریدونو دوام په غزه تړانګه کې د پوځي عملیاتو کمښت په اړه د نتانیاهو دروغ لا روښانه کړل.»

له دې سره هم‌مهاله، منځګړو هېوادونو هم د مذاکراتو پیلېدو لپاره یو لړ ګامونه اوچت کړي دي. د مصر بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دوشنبې په ورځ به د سولې طرحې پرمخ وړلو په پار د اسراییل او حماس غورځنګ پلاوو ترمنځ د غیر مستقیمو مذاکراتو کوربانه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د فلسطین ملاتړ او غزه کې د جګړې پر وړاندې پراخ لاریونونه پیل شوي دي. د اسراییلي رژیم په پلازمېنه تل‌ابیب کې زرګونه کسان واټونو ته را وتلي او د یرغمل شویو خلاصون غوښتنه یې کړې ده. همداراز انګلستان کې پولیسو بیا د غزې په ملاتړ ۴۴۲ لاریون کوونکي نیولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *