غزه کې د جګړې درېدو هڅې؛ مرکچیان د مهمو مسایلو پر سر هوکړې ته رسېدلي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: له تیرو دوو ورځو راهیسې، مصر په غزه کې د اسراییل او حماس غورځنګ ترمنځ د جګړې او وینې تویدو د پای‌ته رسولو کوربه دی، هغه جګړه چې درېیم کال ته دننه شوه او په دې موده کې یې د غزې تړانګې له اوسېدونکو زیاته قرباني اخیستې.

دا خبرې په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د قطر په منځګړیتوب او مصر په ملاتړ د ډونالډ ټرمپ له ټینګار وروسته پیل شوې، د امریکا ولسمشر چې په دې برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي، یو ځل بیا یې په سپینه ماڼۍ کې د کاناډا له لومړي وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې حماس د غزې د سولې خبرو کې له ډیرو مهمو مسایلو سره هوکړه کړې ده.

ډونالډ ټرمپ له کارني سره ګډه ناسته کې زیاته کړې: «زه فکر کوم چې کارونه ډېر ښه روان دي او زه فکر کوم چې حماس په ډېرو مهمو شیانو هوکړه کړې ده. موږ تمه لرو چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړه به ډېر ژر وروستۍ شي.»

د ټرمپ د سولې ۲۰ ماده ییزه طرحه چې اوربند او د جګړې پای، د ټولو یرغمل شویو خوشې کول او د حماس بې وسلې کول پکې شامل دي، خو حماس غورځنګ د جګړې له پای ته رسیدو سره هوکړه کړې او ویلي یې دي چې په ځینو مسایلو کې ډیرو بحثونو ته اړتیا ده.

رویټرز رپوټ ورکړی چې د حماس سیاسي مشر خلیل الحیه ویلي چې د ډونالډ ټرمپ د اوربند وړاندیز منلو ته چمتو دی، خو شرطونه یې لا هم پر ځای دي. خلیل الحیه ویلي، باید تضمین ورکړل شي کوم څه چې وشول بیا نه تکراریږي. نوموړي همداراز د حماس غورځنګ د شرطونو په اړه څه ونه ویل خو رسنیو رپورټ ورکړی چې په خبرو کې د حماس د مخالفت یوه موضوع د یاد غورځنګ بې وسلې کول دي.

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر رییس زیاته کړې: «موږ مصر ته د خپلو خلکو پر وړاندې د جګړې د بندولو لپاره راغلي یوو. د حماس د پلاوي په خبرو اترو کې د ګډون موخه د جګړې پای ته رسول، ثبات ډاډمن کول، د ځان بسیاینې حق ترلاسه کول او د یو خپلواک فلسطیني دولت جوړول دي.»

الجزیرې راپور ورکړی چې په غزه کې د خبرو اترو له پیلیدو او د ټرمپ د اوربند له وړاندیز سره هم مهاله د اسراییل بریدونه دوام لري او د اسراییل په تازه برید کې څه باندې سلو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په غزه کې د اسراییل او حماس د جګړې له امله څه باندې ۶۷ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړي چې د غزې د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د قربانیانو ډير شمېر ښځې او ماشومان دي. دغه راز په دې تړانګه کې د دوه کلنې جګړې له امله د استوګنې ګڼې سیمې پر کنډوالو بدلې شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *