د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند هوکړې له لاسلیک وروسته، لفظي شخړې او کله نا کله د اوربند ماتولو پیښې د بې باورۍ تر سیوري لاندې دوام لري. تل ابیب او واشنګټن څو ځله حماس د یرغمل شویو د مړو په سپارلو کې په ټکنیتوب تورن کړی او خبردارۍ یې ورکړی، چې هر ډول ځنډ کولای شي شته سوله له کواښ سره مخ کړې.
بل لور ته بیا د غزې چارواکي وايي، د کنډوالو منځ کې د یرغمل شویو د مړلو پیدا کول، وخت او پرمختللو وسایلو ته اړتیا لري. اسراییل چې تر دې وړاندې یې غزې ته د یرغمل شویو د مړو موندلو لپاره د سره صلیب او مصر مرستندویه ډلو له ننوتلو سره مخالفت کاوه، اوس یې هوکړه کړې، چې دا ډلې غزې ته دننه شي.
د غزې تړانګې ته د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ننوتل، د غزې اوربند یوه بله د بحث وړ موضوع ده.
د اسراییل لومړی وزیر وايي، چې هېواد یې په غزه کې د نورو ځواکونو د حضور په اړه پریکړه کړې ده.
د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وايي:« موږ د خپل امنیت کنټرول په واک کې لرو او په څرګند ډول مو ویلي، چې د نړیوالو ځواکونو په اړه به اسراییل پریکړه کوي، چې کوم ځواکونه زموږ لپاره د منلو نه دي.»
خو تر دې مخکې حماس غورځنګ ویلي وو، چې د غزې اداره باید په بشپړ ډول فلسطیني وي.
د نړیوالو چارو ځینې شنونکي په دې باور دي، چې اسراییل د یرغمل شویو مړو ته د لاسرسي د موضوع په وړاندې کولو سره، د هوکړې د نقض په لټه کې دی.
حماس غورځنګ وايي، تر اوسه یې د ۱۳ یرغمل شویو مړي نه دي موندلي، دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر خبردارۍ ورکړی، که حماس په ۴۸ ساعتونو کې د دوو امریکایانو په ګډون د یرغمل شویو مړي ونه سپاري، د سولې بهیر کې ګډونوال هېوادونه به اقدام وکړي.
حماس د دې ضرب الاجل په غبرګون کې ویلي چې د پارونکي اقدام په کولو سره پر غزې د اسراییل نظامی بریدونو ته پلمه نه ورکوي.
