د ټرمپ طرحه د ناکامۍ په درشل کې؛ آیا د غزې وېش طرحه عملي ده؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د غزې لپاره د ټرمپ د سولې طرحې له اعلان وروسته، تمه وه چې له یوې میاشتې په کمه موده کې په دې تړانګه کې اوربند ټینګ او د بیارغونې بهیر به پیل شي، خو اوس‌مهال دا طرحه له بن‌بست سره مخ شوې ده. اروپایي او امریکایي سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې ښایي دا تړانګه په دوو برخو ووېشل شي، چې یوه برخه به یې د حماس او بله برخه به یې د اسراییل تر ولکې لاندې وي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د غزې تړانګې بیارغونه د ټرمپ د طرحې یوه برخه وه، چې ښایي د اسراییلي رژیم تر ولکې لاندې سیمو کې عملي او پیل شي. د نړۍوالو چارو شنونکي وایي، چې دا وضعیت کولی شي غزه کې د جغرفیایي او سیاسي بېلتون رامنځته کړي. د دوی په خبره، دا چاره به د خپلواک فلسطیني دولت جوړېدو خوبونه هم په اوبو لاهو کړي.

د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وایي: «له پیل څخه څرګنده وه چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د سولې تړون ډېر نازک او ماتېدونکی دی. لکه څنګه چې تاسو ولیدل، اسراییلي ځواکونو څو ځله دا تړون مات کړ. د غزې د وېش طرحه عملي نه ده او کولای شي د دې سیمې د خلکو لپاره سختې او ویجاړوونکې پایلې ولري. دا ځل د غزې وېشل د فلسطیني ولس د خپلواکه دولت د جوړېدو د خوب پر خلاف دی.»

د رویټرز خبري آژانس د راپور پر بنسټ، د اسراییلي رژیم پوځ دا مهال د غزې تړانګې پر څه باندې ۵۳ سلنه جغرافیه ولکه لري؛ هغه سیمې چې تر ډېره پکې کرنیزې ځمکې، د رفح ښار سویلي برخه، د غزې ښار ځینې برخې او څو نورې سیمې شاملې دي. په ورته وخت کې، د دې طرحې پر بنسټ، د غزې تړانګې شمالي برخه هم د اسراییلي رژیم او حماس ترمنځ وېشلو کې شامله ده.

د ټرمپ د طرحې پر بنسټ، تمه وه غزه کې د اوربند له ټینګښت وروسته، اسراییلي رژیم شاتګ وکړي او یوې خپلواکې ادارې ته د غزې تړانګې مسوولیت وسپارل شي، خو دا طرحه له بن‌بست سره مخ شوې ده. حماس غورځنګ له بې‌وسلې کېدو سره مخالفت کړی او اسراییل هم غزه کې د فلسطین خپلواکې ادارې له حضور سره مخالف دی. د اسراییلي رژیم پوځ له هم له ژېړې کرښې شاتګ نه دی کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *