د واشنګټن پنځلس‌ ماده‌ییز وړاندیز ته د تهران ځواب؛ عراقچي: مذاکره نه کوو

وروستیو ورځو کې د ایران جګړې او له تهران سره د احتمالي مذاکراتو د پیل په تړاو د ټرمپ نسبتاً نرم دریځ، د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ د کمېدو هیلې زیاتې کړې وې، خو تهران د امریکا ۱۵ ماده‌ییز وړاندیز رد او اعلان یې وکړ چې اوس مهال له امریکا سره هېڅ ډول خبرې نه لري او نه هم مذاکره کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې امریکا د خپلو جګړه‌ییزو اهدافو په ترلاسه کولو کې ناکامه شوې ده. هغه د ایران له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې له امریکا لیرې واوسي.

عراقچي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې تهران نړۍ ته وښوده چې هېڅ هېواد نشي کولای د دغه هېواد امنیت ته ګواښ پېښ کړي. هغه په دې ټینګار چې له امریکايي لوري سره هېڅ ډول خبرې نه دي شوې، د امریکا له لوري د مذاکراتو ادعا د ټرمپ او نتانیاهو د ټاکل شوو اهدافو د نه ترلاسه کېدو او ماتې اعتراف وباله.

عباس عراقچي په دې اړه زیاته کړې: «امریکا په خپلو جګړه‌ییزو موخو کې، لکه چټکه بریا او د حکومت بدلون کې ناکامه شوې ده. موږ نړۍ ته وښوده چې هېڅوک نشي کولای له اسلامي جمهوریت سره لوبې وکړي. زموږ له ګټو سره لوبې درنې پایلې لري. دښمن باید داسې درس واخلي چې بیا د برید فکر ونه کړي او د خلکو تاوانونه ورکړي. د هرمز تنګی یوازې د دښمن د بېړیو پر مخ تړل شوی دی. د امریکا ګټې هر ځای چې ومومو، پرې برید به وکړو؛ هر څوک چې په دې برید کې شریک وي، زموږ له نظره یو مشروع هدف دی.»

مطالب بیشتر:  د تهران خبرداری او د واشنګټن شاتګ

په همدې حال، د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي، چې د شته معلوماتو له مخې، دښمنان د سیمې د یوه هېواد په ملاتړ د ایران د یوې ټاپو د اشغال پلان جوړوي. هغه خبرداری ورکړی، چې که دوی کوم ګام پورته کړي، د هغه سیمه‌ییز هېواد ټولې حیاتي زیربناوې به له منځه یوسي.
د ایران د پارلمان رییس پر خپله ایکس‌پاڼه زیاته کړې: «د دښمن ټول تحرکات زموږ د وسله‌والو ځواکونو تر څار لاندې دي او که یو ګام هم پورته کړي، له کوم محدودیت پرته به د هغه هېواد ټول حیاتي بنسټونه زموږ د سختو بریدونو هدف وګرځي.»

خو د ټرمپ ۱۵ ماده‌ییز پلان د ایران لپاره څه دی؟ ایا دا د سولې وړاندیز دی او که سیاسي فشار؟

د کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، ډونالد ټرمپ د پاکستان په واسطه ایراني لوري ته د هوکړې لپاره ۱۵ ماده‌ییز پلان سپارلی دی. د راپورونو له مخې، په دې پلان کې د بنډیزونو د لرې کولو او اقتصادي همکارۍ په بدل کې پراخ اټومي او سیمه‌ییز محدودیتونه شامل دي، خو جزییات یې لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي تایید شوي.

ایران دا وړاندیز «غیرواقعي» بللی او د دواړو لورو ترمنځ بې‌باوري او ابهام د دې لامل شوی چې د دې پلان برخلیک لا هم نامعلوم پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *