د واشنګټن ناهیلي‌توب؛ د اوکراین- روسیې جګړې راتلونکی برخلیک

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره مرکه کې ویلي، چې راتلونکې اونۍ د سپینې مانۍ لپاره برخلیک ټاکونکې ده او ټینګار یې کړ، چې که د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې په خبرو کې پرمختګ ونشي، واشنګټن به په روانو مذاکراتو کې خپلو هڅو ته د پای ټکی کېږدي.

ښاغلي روبیو ویلي، چې تر اوسه یې پر روسیه بنډیزونه نه دي لګولي او هیله لري، چې د ډیپلوماسۍ له لارې د اوکراین او روسیې معضله حل کړي. هغه ټینګار کړی، چې راتلونکې اونۍ به روښانه شي، چې آیا امریکا به د دغو دواړو هېوادونو د سولې په مذاکراتو کې خپل مشارکت ته دوام ورکړي کنه؟

په ورته وخت کې، د روانې اونۍ د شنبې په ورځ (غویي ۶مه) د امریکا ولسمشر د اېټالیا پلازمېنه روم کې د پاپ فرانسیس د خاورو سپارلو مراسمو په څنډو کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره وکتل. ټرمپ له دې لیدنې وروسته، پر سوشیال ټروټ پلټفارم روسیه د بنډیزونو پر لګولو وګواښله او زیاته یې کړه: «داسې ښکاري، چې هغه نه غواړي جګړه ودروي».

د امریکا ولسمشر پرون (یکشنبه، غویي ۷مه) یو ځل بیا له روسیې وغوښتل، چې پر اوکراین بریدونو ته د پای ټکی کېږي. هغه د امریکا په نیوجرسي ایالت کې له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړه، چې پر کی‌یف د روسیې بریدونو ناهیلی کړی دی.

اوس پوښتنه دا ده، چې که امریکا د اوکراین او روسیې له مذاکراتو ووځي، د دې جګړې راتلونکی برخلیک به څنګه شي؟

دا چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فبرورۍ له ۲۲مې تر دې دمه دوام لري او او لا هم دواړه لوري پر یو بل توغندیز، هوایي او ځمکني بریدونه کوي؛ واک ته د ډونالډ ټرمپ په رسېدو سره د دې جګړې پای‌ته هیلې زیاتې شوې دي. ټرمپ تل پر جوبایډن او بارک اوباما د اوکراین جګړې له امله نیوکه کړې او په خبره یې، د دې جګړې له پیله تر دې دمه امریکا څه د پاسه ۳۵۰ میلیارده ډالر د اوکرای په واک کې ورکړي دي.

اوس امریکا ته خورا سخته ده، چې اوکراین په رڼه میدان یوازې پرېږدي او د روسیې پرمختګ او بریدونو ته لاس تر زنې کېني. که امریکا اوکراین ته شا کړي، ښایي ډېری غربي متحدین، په ځانګړي ډول د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو په منځ کې خپل باور له لاسه ورکړي. امریکا اوس نشي کولی د اوکراین له معضلې اوږه خالي کړي؛ امریکا دوه انتخابه په مخکې لري:

  • ښایي امریکا د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو له روانو هڅو په آسانۍ ونه وځي؛ تر دېره به هڅه وکړي، چې دواړه لوري یوې ممکنه هوکړې ته، چې له مخې یې جګړې ته د پای‌ ټکې کېښودل شي، ورسېږي.
  • دویمه لار دا چې که د سولې خبرې اترې ناکامېږي، نو امریکا به پر روسیه د سختو بنډیزونو ترڅنګ، په جګړه کې د اوکراین مالي او پوځي ملاتړ هم کوي. دا هغه انګېرنه ده، چې اټکل یې هم زیات دی او د امریکا لوېدیځ ملګري، په ځانګړي ډول د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه هم له امریکا ورته هیله لري.

دا چې د سولې خبرې اترې به کله یوې پایلې ته رسېږي، لا روښانه نه ده، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له څرګندونو داسې ښکاري، چې متحده ایالتونه به راتلونکې اونۍ خامخا د دې جګړې په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلانوي. ښایي د دوی پرېکړه د اوکراین یوازې پرېښودل، پر روسیه فشارونه او بنډیزونه او یا هم د جګړې په ډګر کې د اوکراین مالي او پوځي ملاتړ وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد