د نتانیاهو پر دفتر د ایران برید او د هغه مبهم برخلیک

پر اسراییلو د ایران له وروستیو توغندیزو بریدونو وروسته، ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د وضعیت په اړه بحثونه راپورته شوي دي. د ایران خاتم‌الانبیا مرکزي قومندانۍ ویاند د روان کال د کب میاشتې په لسمه نېټه اعلان کړی و، چې د اسراییلي رژیم د لومړي وزیر دفتر او همدارنګه د دغه رژیم د هوايي ځواک د قوماندان استوګنځي تر هدف ګرځېدو وروسته، د نتانیاهو برخلیک ناروښانه دی.

له هغه وروسته تر اوسه نتانیاهو په رسنیو کې نه دی راڅرګند شوی او د هغه د احتمالي وژل کېدو په اړه ځینې راپورونه هم خپاره شوي دي. خو د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر هم په ټولنیزو رسنیو کې د ایران د بریدونو پر مهال د هغه د وژل کېدو ادعاوې رد کړې او هغه یې «جعلي خبرونه» بللي دي.

په ورته وخت کې، د واشنګټن او تهران ترمنځ د مخامخ جګړې په شپاړسمه ورځ، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، وايي چې د ایران اسلامي جمهوریت له پوځي او اقتصادي پلوه ماتې خوړلې ده.

د هرمز تنګی چې د نړۍ د نفتو د لېږد لپاره یو حیاتي رګ بلل کېږي، د جګړې په اوج کې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې دا لاره د نفتو د لېږد پر مخ تړل شوې ده، خو ایران څو ځله ویلي چې دا تنګی یې نه دی تړلی.

په همدې حال، ټرمپ له هغو هېوادونو چې خپل نفت د هرمز تنګې له لارې لېږدوي، غوښتنه کړې، چې باید د دې سمندري لارې د امنیت مسوولیت پر غاړه واخلي.

مطالب بیشتر:  د غزې لپاره د ټرمپ د سولې طرحه؛ حماس اسراییل له اوربنده په سرغړونې تورنوي

ډونالد ټرمپ زیاته کړې: «واشنګټن به په دې برخه کې ډېره زیاته مرسته وکړي. امریکا به له دغو هېوادونو سره د هرمز تنګي د امنیت او د دې لارې د پرانیستې ساتلو لپاره همغږي وکړي، څو د نفتو د لېږد بهیر چټک، روان او له ستونزو پرته ترسره شي.»

په مقابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې بهرني ځواکونه له خپلو خاورو وباسي. د هغه په وینا، د سیمې په هېوادونو کې د بهرنیو ځواکونو یوازینۍ اندېښنه او لومړیتوب د اسراییلو دفاع ده او ټینګار یې کړی، چې ټرمپ حتا له چین هم د هرمز تنګې د خوندي ساتلو لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

عباس عراقچي په دې اړه ویلي: «هغه امنیتي چتر چې امریکا یې په اړه له کلونو تبلیغ کاوه، اوس څرګنده شوې چې دا چتر سوری – سوری شوی؛ داسې چتر چې نه یوازې د مخنیوي توان نه لري، بلکې په عمل کې د کړکېچ او بحران سبب شوی دی. متحده ایالات اوس اړ شوي او له هېوادونو، حتا له چین غوښتنه کوي چې له واشنګټن سره د هرمز تنګي د خوندي ساتلو لپاره مرسته وکړي.»

په داسې حال کې چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل جګړه او د ایران متقابل بریدونه دوام لري، یو شمېر هېوادونو په سیمه کې د وضعیت لا ترینګلي کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له ښکېلو اړخونو یې غوښتي چې دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *