آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مه، هغه ورځ چې د غزې خلکو له کلونو اشغال او ظلم وروسته د طوفان الاقصی په نامه وسلهوال مقاومت پیل کړ، هغه مقاومت چې د حماس غورځنګ د مشرانو په وینا د کلونو اشغال، د ښارګوټو جوړولو، ظلم او تبعیض پر وړاندې ښکاره ځواب و.
فلسطینیان په دې ورځ د یوې ځورونکي محاصرې پر وړاندې راپورته شول؛ خو د اسرییلي رژیم ځواب بشپړې جګړې ته چمتووالی و. د طوفان الاقصی په عملیاتو کې حماس غورځنګ په لسګونه اسراییلي وګړي برمته کړل، څو د هغو فلسطینیانو په بدل کې ازاد شي، چې د اسرییلي رژیم په بند کې وو.
د یرغمل شویو شمېر
- د طوفان الاقصی عملیات د اکتوبر په ۷مه پیل شول
- له ۲۴۰ تر ۲۵۰ اسراییلي وګړي د حماس له لورې یرغمل ونیول شول
- اوس هم ۴۸ تنه یرغمل شوي له حماس سره دي
اسرییلي رژیم له کوم ځنډ پرته په دې ورځ ژمنه وکړه چې حماس به په بشپړ ډول له منځه یوسي او پر غزه یې نظامي بریدونه پیل کړل. د اسراییل پوځ جنګي حالت اعلان کړ او یوه اونۍ وروسته یې ځمکني ځواکونه غزې ته ورسېدل. دا ځواکونه چې ډيری یې د غزې په شمالي برخو کې ځاي پرځای شوي وو، د غزې تړانګې کلابندي یې لا سخته کړه.
د اسراییلی رژیم د بریدونو په پایله کې، زرګونه فلسطینیان ووژل شول، ډیری خلک له خپلو مېنو بې ځایه شول او ډیری ودانۍ ویجاړې شوې. د غزې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۶۷ زره فلسطینیانو، چې یو پر درې یې ماشومان دي، ژوند بایللی دی.
په غزه کې د دوه کلنې جګړې د زیانونو شمېرې
- څه باندې ۶۷ زره فلسطینیان قرباني شوي
- څه باندې ۱۷۰ زره فلسطینیان ټپیان شوي
- په قربانیانو کې ډېری ماشومان او ښځې دي
- ډېر شمېر فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی
- ۱.۹ میلیونه انسانان بې ځایه شوي
- ۸۰ سلنه ودانۍ او کورونه ویجاړ شوي
د طوفان الاقصی له عمیلیاتو وروسته، اسرییلي رژیم د حماس غورځنګ سیاسي او نظامي مشرانو په ترور لاس پورې کړ او په دې موده کې یې د یاد غورځنګ څو تنه مخکښ غړي هم په نښه کړل.
د حماس غورځنګ د مهمو مشرانو په نښه کېدل
- اسماعیل هنیه – قطر کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر – ۱۴۰۳ کال تهران کې په نښه شو
- یحیی سنوار – د حماس غورځنګ د رهبرۍ غړی – اکتوبر ۱۷مه، ۲۰۲۴ مخامخ جګړه کې یې ژوند بایلود
له اوو اونیو جګړې وروسته، د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۴مه یو اووه ورځنی اوربند وشو. دا اوربند د قطر په منځګړیتوب او د امریکا او مصر په ملاتر وشو، چې پر مهال یې حماس غورځنګ ۸۱ یرغمل شوي ازاد کړل او په بدل کې یې اسراییلي رژیم هم ۲۴۰ تنه فلسطینيان له زندانه ازاد کړل؛ خو د ډسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه، اسراییلي رژیم اوربند مات او د اوربند بل پړاو ته له تګ پرته یې، پر غزې بریدونه پیل کړل.
دویم اوربند د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب د ۲۰۲۵ د جنوری په ۱۵مه وشو. په دې هوکړه کې ۳۳ تنه اسراییلي وګړي د نږدې ۲ زره فلسطیني وګړو به بدل کې له بندخونې آزاد شول، خو دوه میاشتې وروسته اسراییلي رژیم یو ځل بیا اوربند مات او پر غزه تړانګه یې بریدونه پیل کړل.
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غزه کې د وینې تویېدو د مخنیوی لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي. هغه د سپټمبر په ۲۹مه د جګړې پایته رسېدو په پار یوه شل مادهییزه طرحه وړاندې کړه. د دې طرحه له مخې به، د حماس غورځنګ ځواکونه بېوسلې کېږي، ټول یرغمل شوي اسراییلي وګړي به ازادېږي او په مقابل کې به یې اسراییلي رژیم هم پر غزه تړانګه بردونو ته د پای ټکی ږدي. د امریکا د ولسمشر دا طرحه حماس غورځنګ هم منلې او د جګړې پای ته رسولو سره یې هوکړه کړي؛ خو د طرحې له ځينو مادو سره مخالف څرګند ښودلی دی.
همدا اوس په مصر کې د غزې د جګړې د پایته رسولو پر سر خبرې روانې دي او هیلې شته چې د شرمالشیخ مذاکرات به د غزې دوه کلنې جګړې ته د پای ټکی کیږدي. په تېرو دوو کلونو کې غزه کې څو ځله د اوربند هوکړه وشوه، خو اسرییلي رژیم پر هغې سربېره هم هوکړه نقض کړې او خپلو بریدونو ته یې دوام ورکړی دی. اوس هم وېره دا ده، چې که چېرې دواړه لوري هوکړې ته رسېږي، نو څه تضمین شته، چې اسراییلي رژیم به یې نه نقضوي او پر غزه تړانګه به بریدونه نه کوي.
