د ایران پر وړاندې د امریکا و اسراییلو جګړه؛ د بوشهر ګازي میدان تاسیساتو په نښه کېدو ته غبرګونونه

د ایران او امریکا د جګړې په شلمه ورځ، لا هم د دې جګړې د پای هېڅ څرک نه تر سترګو کېږي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي علي لاریجاني او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو له ترور وروسته، اسراییلو د دغه هېواد پر وړاندې د خپلو بریدونو په دوام، د بوشهر «پارس جنوبي» ګازو میدان کې د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د پارس جنوبي ګازو پر تاسیساتو له بریدونو وروسته، د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. دغې رسنۍ د بوشهر مرستیال والي احسان جهانیان په حواله راپور ورکړی، چې د عسلویې په ځانګړې اقتصادي سیمه کې د ګازو د تاسیساتو یوه برخه بمبار شوې ده.

په همدې حال، د اسراییلو راډیو ټلویزیون اعلان کړی چې د ایران په جنوب، بوشهر کې د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي. یوه اسراییلي چارواکي دې رسنۍ ته ویلي چې بوشهر کې د ګازو پر تاسیساتو برید د امریکا په همغږۍ ترسره شوی او زیاته کړې یې ده چې د دې برید هدف ایران ته د لا زیاتو زیانونو رسول دي.

ایران د دې برید په غبرګون کې د قطر د اوبلن طبیعي ګاز پر تاسیساتو توغندیز بریدونه کړي دي. دغه برید له جدي غبرګونونو سره مخ شوی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې امریکا د ایران بوشهر کې د ګازو پر تاسیساتو له دې برید خبر نه وه.

ټرمپ له تهران غوښتي، چې د قطر د راس لفان د انرژۍ پر مرکز نور بریدونه ونه کړي او هممهاله یې ژمنه وکړې چې اسراییل به هم د ایران پر پارس جنوبي ګازو میدان بیا برید ونه کړي.

مطالب بیشتر:  د غزې په اړه د امریکا د پریکړه لیک تصویبېدو پر وړاندې نړیوال غبرګونونه

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې: «اسراییل به نور د پارس جنوبي پر میدان برید ونه کړي، مګر که ایران “په تېروتنه” یو ځل بیا پر قطر برید وکړي. زه د داسې برید د امر کولو لېوالتیا نه لرم، ځکه چې د دې اوږدمهاله پایلې به د ایران د راتلونکي لپاره د پام وړ وي، خو که د قطر پر ګازي تاسیساتو بیا برید وشي، موږ به ځنډ ونه کړو.»

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ټینګار کړی چې په ایران کې د پارس جنوبي له میدان سره تړلو تاسیساتو، چې د قطر د شمالي ګازي میدان دوام بلل کېږي، د اسراییلو له خوا په نښه کول، د سیمې د روانو پوځي ترینګلتیاوو په نظر کې نیولو سره، یو خطرناک او غیرمسوولانه اقدام دی. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د انرژۍ پر بنسټونو برید د سیمې ثبات ته ګواښ پېښوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *