د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې یوه میاشت پوره شوه. په دې موده کې دواړو لورو پر یو بل درانه بریدونه کړي او دا بریدونه د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخېږي او د جګړې د پای ته رسېدو هېڅ څرک نه لیدل کېږي. دې جګړې چې پر امریکایي لوري یې درانه لګښتونه تحمیل کړي، تازه د متحده ایالاتونو د ننه له پراخو مخالفتونو سره مخ شوې ده او ان تر دې چې «نه پاچا ته» تر شعار لاندې د ټرمپ پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي دي.
لاریون کوونکي چې د ټرمپ د سیاستونو، په ځانګړي ډول له ایران سره د جګړې پر ضد سړکونو ته راوتلي، په ۵۰ ایالتونو کې یې څه باندې ۳۲۰۰ اعتراضي غونډې کړې دي. کارپوهان د ایران پر وړاندې د امریکا جګړه د ټرمپ لویه تېروتنه ګڼي او وايي چې امریکا دا جګړه بایللې ده.
په داسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې د خلکو اعتراضونه اوج ته رسېدلي، د امریکا مرکزي قوماندانۍ راپور ورکړی چې تر دې دمه یې د ایران پر ضد جګړه کې له ۱۱ زرو زیاتې موخې هدف ګرځولې دي. همداراز، واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې پنټاګون په ایران کې د څو اوونیو ځمکنيو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي. کارپوهان وايي چې د امریکا لپاره په ایران کې ځمکني عملیات ناممکن دي او که چېرې دغه ځواکونه ایران ته داخل شي، نو له سترې ماتې سره به مخ شي.
په داسې حال کې چې د ایران پر ضد د جګړې یوه میاشت پوره شوې ، د امریکا مرکزي قوماندانۍ راپور ورکړی چې د «یواېساېس تریپولي» بېړۍ له ۳۵۰۰ عملې سره سیمې ته رسېدلې ده. د «وال سټریټ ژورنال» په وینا، متحده ایالات دا مهال اته جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړې دي، چې پکې دوې بېړۍ هرمز تنګي ته نږدې، درې د عربي سمندر په شمال کې، یوه په سره سمندر کې او دوې نورې د مدیترانې سمندر په ختیځ کې ځای پر ځای دي. پر دې سربېره، دوې الوتکه وړونکې بېړۍ «یواېساېس ابراهام لینکن» او «یواېساېس جرالډ آر. فورډ» هم سیمې ته رسېدلې دي.
د جګړې په دې تودو شرایطو کې، اسراییلو د ایران پر زیربناوو خپل هوايي بریدونه زیات کړي، او پاکستان د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا هېواد د امریکا او ایران ترمنځ د دوه ورځنیو غیرمستقیمو خبرو کوربه دی، چې د سعودي عربستان، ترکیې او مصر استازي هم پکې ګډون لري او د منځني ختیځ د روانې جګړې په اړه بحث کوي.
په داسې حال کې چې د امریکا او ایران جګړه دویمې میاشتې ته داخلیږي، د نښتو شدت او په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور پراختیا ښيي چې د دې جګړې د ژر پای ته رسېدو نښې نښانې لا روښانه نه دي. له دې سره هممهاله، د امریکا دننه د خلکو د اعتراضونو زیاتوالی او سیمهییزې ډیپلوماټیکې هڅې د دې نښتې د درولو لپاره د زیاتېدونکي فشار ښکارندویي کوي.