آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسراییلي رژیم او حماس غورځنګ ترمنځ د اوربند هوکړې درې اونۍ تېرېږي؛ هغه هوکړه چې هره شېبه یې د ماتېدو وېره شته. دې هوکړې چې غزه کې دوه کلنې جګړې ته د پای ټکې کېښود، دا مهال له جدي ننګونو سره مخ ده. د اسراییلي رژیم د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی، چې بنیامین نتانیاهو پوځ ته امر کړی، څو پر غزه تړانګه بېړني او پیاوړي بریدونه بېرته پیل کړي. له دې امر وروسته، د اسراییلي رژیم پوځ له کوم ځنډ پرته د غزې تړانګې پر ځینو برخو درې هوایي بریدونه کړي، چې د غزې د رسنیو دفتر د معلوماتو پر بنسټ، په دې بریدونو کې ۲۶ فلسطینیانو ژوند بایللی دی.
د غزې تړانګې د رسنیو دفتر همداراز ویلي، چې له اسراییلي رژیم سره د اوربند له هوکړې وروسته، دغه رژیم ۱۲۵ ځله هوکړه نقض کړې او په دې توګه څه باندې سلو فلسطینیانو ژوند بایللی او تر ۳۵۰ زیات ټپیان شوي دي. اسراییلي رژیم بیا ادعا کړې، چې دا بریدونه یې د حماس له لوري د اوربند هوکړې د نقض په غبرګون کړې کړي، خو حماس غورڅنګ بیا په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د اوربند هوکړې ته ژمن دي او د اسراییلي رژیم تازه بریدونه یې د هوکړه ښکاره نقض بللی دی.
د حماس غورځنګ د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «رفح ښار کې ډزې حماس پورې هېڅ اړه نه لري. موږ د اوربند هوکړې ته ژمن یو. د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلي رژیم هوایي بریدونه د هوکړې ښکاره نقض دی. موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو، چې د دغو بریدونو درېدو په پار، پر اسراییلي رژیم فشار راوړي.»
حماس غورځنګ همداراز ویلي، چې له کنډوالو د اسراییلي یرغمل شویو جسدونو د رایستلو او موندلو په هڅه کې دي، خو په خبره یې، تلابیب د جسدونو موندلو په پار د اړینو تجهیزاتو د ننه کېدو مخنیوی کوي. په همدې حال، د نړۍوالو چارو یو شمېر شنونکي پر غزه تړانګه د اسراییلي رژیم د تازه بریدونو پیلېدل، د اوربند هوکړې ښکاره نقض بولي او وایي، چې پر اسراییلي رژیم بارو نه دی په کار او په خبره یې، دغه رژیم په ځلونو اوربند نقض کړی دی.
د امریکا ولسمشر د غزې اوربند منځني ختیځ کې د سولې ټینګښت لپاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه بولي او آسیا ته د سفر په جریان او سویلي کوریا ته د پرواز پر مهال یې وویل، چې هېڅوک به غزه کې د اوربند هوکړه له خطر سره مخ نه کړي. هغه یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که حماس غورځنګ سم چلند ونه کړي، له منځه به یووړل شي. ټرمپ تر دې وړاندې له اسراییلي رژیم دفاع کړې وه، چې ګواکې اوربند یې نه دی مات کړی.
