آفاق خبري آژانس؛ کابل: هغه کورونه چی افغان کډوالو په خورا کړاوونو او زحمتونو پاکستان کې جوړ کړي وو، اوس یو په بل پسې ورانیږي. د دغو استوګنیزو کورونه ورانول یوازې د څو دېوالونو نړول نه دي، بلکې په جلاوطنۍ کې د یوه نسل د هیلو، هڅو او آرزوګانو له منځه وړل دي.
له دې سره هممهاله پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وایي، چې وروستیو کې پاکستاني پولیسو د دوی د نیولو لړۍ چټکه کړې او په خبره یې، پاکستاني پولیس ورسره ناوړه چلند کوي. د دوی په باور، دې چارې له سختو رواني او اقتصادي فشارونو سره مخ کړي دي.
پاکستان کې افغان کډوال ملک مجاهد خان شینواری آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وایي: «په پاکستان کې هیڅ یو افغان کډوال ته اجازه نشته. په خیبر پښتونخوا کې، چیرې چې د کډوالو زرګونه کمپونه وو، دوی د هغوی د ایستلو امر هم اعلان کړ او ویې ویل چې دا کمپونه باید ویجاړ شي.»
پاکستان کې افغان کډوال عتیقالله منصور په دې اړه زیاتوي: «په دې وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو په زور ایستل او شړل زیات شوي دي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتیدو وروسته، د فیسبوک او ټویټر په څیر ټولنیزو رسنیو د پاروونکي او کرکجن مطالبو خپرول زیات شوي، هغه مطالب چې د دواړو هیوادونو د شریفو خلکو ترمنځ کرکه او نفرت رامنځته کړی دی.»
له دې سره هم مهاله، د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان د پاکستان له لورې افغان کډوالو سره ناوړه چلند او پر هغوی فشارونه په بشري او سیاسي برخو کې جدي ستونزې ګڼي او ټینګار کوي چې پاکستان باید دا ډول چلند ته د پای ټکی کېږدي.
د کډوالو حقونو فعال ګلاخان د پاکستاني حکومت د دې اقدام په اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «پاکستان باید په جدي او پریکنده ډول د افغان کډوالو د جبري ایستلو او غیر انساني چلند مخه ونیسي. د بېرته ستنولو بهیرونه او د کډوالو سره چلند باید د نړیوالو بشري حقونو معیارونو او قانوني طرزالعملونو سره سم ترسره شي.»
که څه هم پاکستان تر اوسه په رسمي ډول د کډوالو د ايستلو درېیم پړاو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې له دې پاکستاني رسنیو راپور وکړی و، چې اسلاماباد هوډ لري، د سپټمبر په لومړۍ نېټه د شاوخوا یو تر درې میلیونه پیاوآر کارت لرونکو افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړي.
