په جبري توګه له پاکستانه د زرګونه افغانانو ایستل؛ راستنېدونکي افغانستان کې له کړاوونو سر ټکوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: وروستیو ورځو کې زرګونه افغانان په جبري ټوګه له پاکستانه افغانستان ته را ایستل شوي دي.

دا کډوال وایي، چې افغانستان کې د اوسېدو لپاره ځای نه لري او له زیاتو ننګونو او ستونزو سره مخ دي.

له پاکستانه را ایستل شوی افغان کډوال سید محمد په دې اړه آفاق سره خبرو کې وویل: «وزګاره یو، هېڅ نلرو. افغانستان کې نه کور لرو او نه حویلۍ، هېڅ نلرو. موږ پاکستان را په زور را وایستلو.»

له دې سره هم‌مهاله، د پاکستان په کراچۍ کې د اسلامي امارت سرکونسل عبدالجبار تخاري وایي، چې د پاکستاني پولیسو له لوري په سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۷۰۰ افغانان نیول شوي دي. ښاغلي تخاري زیاته کړې، چې له دې ډلې ۵۰۰ یې افغانستان ته را اړول شوي او پاتې ۲۰۰ نور بیا د کډوالو د ساتنې مرکز ته لېږدول شوي، چې ژر به هېواد ته را ستانه کړل شي.

د پاکستان په کراچۍ کې د اسلامي امارت سرکونسل عبدالجبار تخاري ویلي: «د پاکستان په سند ایالت کې هغه افغانان چې اسناد نه لري او یا د ای‌سي‌سي کارتونه لري، تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۷۰۰ کسان نیول شوي دي. له دې ډلې یې ۵۰۰ افغانستان ته ایستل شوي او ۲۰۰ نور ی د کډوالو په یوه مرکز کې کې دي، چې نن یا سبا به افغانستان ته ولېږدول شي.»

په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بیا په دې اړه په ډاګه کړې: «دا حکومت نه شرم او نه هم حیا لري، انسان باید لږ شرم او حیا ولري. دوی له ښځو او سپین‌ږیرو هم شرم نه لري. دوی د لویدیځ له غلامۍ نه شرمېږي او په خورا شوق سره یې کوي.»

بل‌خوا بیا د ریاست الوزراء د اداري مرستیال په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنه عالي کمیسیون ناسته کړې او اړوندو کمېټو ته دنده سپارل شوې، چې له راستنېدونکو کډوالو سره مرسته او هغوی ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

له دې سره سم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د سرې میاشتې او سره صلیب نړۍوال فدراسیون له مسوول او په افغانستان کې د کډوالو نړۍوال سازمان له رییس لیدنو کې د افغان کډوالو ستونزو د دایمي حل په برخه کې د نړۍوالې ټولنې پر مرستو ټینګار کړی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د سره صلیب مسوولینو اعلان کړی، چې راستنېدونکو کډوالو ته یې د روغتیا او سرپناه په برخو کې مرستې رسولې او د کډوالو نړۍوال سازمان هم د افغانستان په څلورو بندرونو کې له راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې خبر ورکړی دی.

د کډوالو حقونو فعال علي‌رضا کریمي په دې اړه آفاق سره خبرو کې داسې وویل: «افغانستان کې هم اقتصادي او انساني شرایط کړکېچن دي. دا چلند نه یوازې د کډوالو او بشر حقونو تر پښو لاندې کول دي، بلکې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره خورا ناوړه او بد چلند کېږي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د روان میلادي کال له لومړۍ تر اتمې نېټې پورې ۱۵ زره او ۶۰۱ افغانان له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد