پر افغان کډوالو فشار؛ پاکستان په دوو ورځو کې څه باندې ۱۲ زره کورنۍ را ایستلي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: له څه باندې شلو ورځو راهیسې د ډيورنډ فرضي کرښې ها غاړې بند پاتي افغان کډوال وايي، په دې موده کې له ډېرو ستونزو او سختیو سر مخ شوي او اوس چې هېواد ته راستانه شوي، د ارامۍ او سکون احساس کوي.

دوی زیاتوي ټول شته امکانات او پیسې یې ختمې شوي او له مسوولینو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

له پاکستامه راستون شوی محمد یونس وايي:« موږ شاوخوا شل ورځې د فرضي کرښې بلې غاړې ته وو، له ډېرو ستونزو سره مخ وو. موږ د پاتې کېدو لپاره سرپناه نه درلوده. په دې موده کې زموږ ټولې پیسې مصرف شوې، او هیڅ مرسته مو ونه شوه.»

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو دوه ورځو کې له ۱۳ زره او ۱۰۰ ډيرې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

ددې وزارت ویاند آفاق خبري آژانس ته وايي، چې بیرته راستنو شویو کډوالو کې ۱۲ زره او ۲۰۰ کورنۍ له پاکستان او ۸۳۴ کورنۍ له ایرانه هېواد ته راستنې شوې دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني آفاق خبري آژانس ته وایي:« د روانې میاشتې په لسو ورځو کې، له پاکستان، ایران، او ترکیې ۱۳ زره او ۱۱۶ کورنۍ هېواد ته را ستنې شوې چې د غړو شمېر یې ۷۰ زره او ۴۱۳ کسانو ته رسیږي. د راستنو شویو کسانو په منځ کې ۱۲ زره ۲۴۲ کسان له ایرانه راستانه شوي دي.»

سره له دې چې د افغانستان او پاکستان او ترمنځ بندرونه او لارې یوازې د کډوالو پر مخ پرانیستل شوي، خو اوس هم دغه لارې د سوداګرۍ پر مخ تړلې دي.

ځېنې موټر چلوونکي چې سوداګریز توکې یې باید پاکستان ته لیږدولي وای، له بندو لار شکایت کوي او وايي چې له ډيرو ستونزو سره مخ دي او غواړي ژر تر ژر دې دا لارې پرانیستل شي.

موټر چلوونکی نور حبیب په دې اړه وایي:« بندر د پاکستاني ځواکونو لخوا تړل شوی. موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو. په دې موده کې زموږ ټول سبزیجات خراب شوي دي. موږ له چارواکو غوښتنه کوو چې د سوداګرۍ مسلې له سیاست سره ونه تړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان دولت یوازې د کډوالو لپاره د لارو د خلاصون په اړه ویلي وو.

پاکستاني چارواکو ويلې، چې له دې پریکړې یې موخه په خپله خوښه د کډوالو د بیرته ستنېدو لپاره زمینه برابرول او په فرضي کرښه د ګڼې ګوڼې مخنیوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *