آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمان له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستلو ته په اشارې سره خبرداری ورکړی، چې دا طرحه کولی شي د کابل او اسلامآباد ترمنځ پر اړیکو منفي اغېز وکړي. مولانا فضلالرحمان همداراز ټینګار کړی، چې اسلامآباد باید د کډوالو ترمنځ توپیر وکړي او په خبره یې، د محصلینو او پانګهوالو له ایستلو باید ډډه وکړي. هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړې، چې له پاکستاني بانکونو د افغانانو د پانګو ایستل، د دغه هېواد د اقتصاد په زیان دي.
مولانا فضلالرحمان په دې اړه زیاته کړې: «په اوسنیو شرایطو کې په جبري توګه د افغان کډوالو ایستل مناسب نه دي، په کار ده چې هغوی کټګوري شي. ډېری افغانانو دلته کلونه پانګونه کړې ده، ډېریو یې دلته زدهکړې کړې او د انجینر او ډاکټر په کچه فارغ شوي دي. دا زموږ مهارتي پانګې دي او نه باید له لاسه ورکړل شي.»
له دې سره سم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې وروستۍ یوه اونۍ کې ۷ زره او ۶۰۴ کورنۍ له پاکستان، ایران او ترکیې هېواد ته راستنې شوې، چې له دې ډلې څه باندې ۲۲۰۰ کورنۍ له پاکستان او ۵۳۸۷ کورنۍ له ایران را ایستل شوې دي. ښاغلی حقاني آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې ۲۱ زره او ۳۹۸ تنه په انفرادي توګه راستانه شوي، چې په دې سره له پاکستان، ایران او ترکیې د ټولو راستنېدونکو کسانو شمېر ۵۵ زره او ۹۷۷ تنو ته رسېږي.
عبدالمطلب حقاني آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «وروستۍ یوه اونۍ کې ۷ زره او ۶۰۴ کورنۍ له کوربه هېوادونو هېواد ته راستنې شوېو چې د افرادو شمېر یې ۳۴ زره او ۵۷۹ تنو ته رسېږي، چې له دې ډلې ۲۲۰۰ کورنۍ له پاکستان او ۵۳۸۷ نورې له ایران راستنې شوې دي.»
پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال بیا دغه هېواد کې د پولیسو له ناوړه چلند شکایت کوي او له پاکستاني چارواکو غواړي، چې نور د دوی پر وړاندې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي. پاکستان کې مېشت افغان کډوال عتیقالله منصور آفاق خبري آژانس سره د پاکستاني پولیسو چلند په اړه وایي: «پاکستاني حکومت د تېر په پرتله د افغان کډوالو نیولو لړۍ چټکه کړې ده او له ټاکل شوي ضربالاجل وروسته به هم دوام ولري. تر اوسه د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمېشنرۍ او اسلامآباد کې د افغانستان سفارت په دې اړه محدود اقدامات کړي، په داسې حال کې چې ستونزې لا هم پر ځای دي.»
د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان بیا وایي، چې ټول ملاتړي بنسټونه باید له خپلو امکاناتو په استفادې د افغان کډوالو ملاتړ ته را ودانګي. د کډوالو حقونو فعال جمعهخان پویا بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه داسې لیدلوری لري: «اسلامي امارت مکلف دی راستنېدونکو کډوالو ته د کاروربار زمینه برابره کړي او همداراز په کور د ننه زدهکړو او روغتیایي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی تضمین کړي، څو د راستنېدونکو بهیر په له کوم ځنډ او خنډ پرته دوام ومومي.»
دا په داسې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي وو، چې دغه هېواد کې د «پياوآر» کارت لرونکو افغانانو د ایستلو بهیر به د سپټمبر په لومړۍ نېټه پیل کړي.