آفاق خبري آژانس؛ کابل: پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، چې وروستیو ورځو کې یې ستونزې تر بل هر وخت زیاتې شوې او له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي. پاکستان کې مېشت افغان کډوال ملک مجاهد خان شینواری آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «موږ له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې یو لوړپوړی پلاوی پاکستان ته را ولیږي، څو د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ افغان کډوالو سره مرسته وکړي. کومه موده چې افغان کډوالو ته ورکړل شوې، ډېره محدوده ده او موږ نور وخت ته اړتیا لرو.»
اخوا، د بخښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال د اپرېل له پیله تر دې دمه، څه د پاسه ۲۲۶ زره افغان کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. یاد سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په ناقانونه توګه د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ ته د پای ټکی کېږدي او د نړیوالو قوانینو له مخې د پناهغوښتونکو حقونو ته درناوی وکړي. د بخښنې نړیوال سازمان راپور په یوه برخه راغلي: «د ۲۰۲۵ کال په اپرېل میاشت کې، کله چې پاکستان د ناقانونه بهرنیو وګړو د ایستلو دویم پړاو پیل کړ، له هغه مهاله تر دې دمه، ۲۲۶ زره او ۲۷۹ افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. پاکستان باید د کډوالو ناقانونه ایستل ودروي او د نړۍوالو قوانینو له مخې د هغوی حقونو ته درناوی وکړي.
د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان د بخښنې نړیوال سازمان دغه اقدام ستایي او ټینګار کوي چې کوربه هېوادونه باید د افغان کډوالو له ملاتړه لاس وانخلي. د کډوالو حقونو فعال جمعه خان پویا په دې اړه له آفاق خبري آژانس سره زیاتوي: «د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د مدافعینو، په ځانګړې توګه د بخښنې نړیوال سازمان له خوا د پاکستان له حکومته د افغان کډوالو او پناهغوښتونکو د ملاتړ دوام غوښتنه، یو مثبت ګام او د نړیوالو ژمنو په چوکاټ کې د دولتونو، په ځانګړي ډول د پاکستان دولت، مکلفیت ګڼل کېږي. نو تمه ده چې د پاکستان حکومت د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو په پام کې نیولو سره، د هغو پناهغوښتونکو او وګړو له ایستلو ډډه وکړي چې په افغانستان کې له خطر سره مخ دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په یوه راپور کې ویلي، چې که له ایران او پاکستانه تر ۲.۷ میلیونه زیاتو کډوال راستانه شي، ښایي دا چاره افغانستان کې د کار پر بازار، محدودو سرچینو او اقتصادي وضعیت ناوړه اغیز ولري.