له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل او د بشر حقونو د نقض په اړه اندېښنې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو تازه څپې، اندېښنې زیاتې کړې دي. پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وایي، چې د دغه هېواد پولیس ورسره ناوړه او ناعادلانه چلند کوي. د دوی په خبره، د هرې ورځې په تېرېدو سره اقتصادي، ښوونیز او رواني فشارونه د دوی پر ژوند سیوری خوروي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال عتیق‌الله منصور له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «پاکستان کې د افغان کډوالو او اې‌سي‌سي کارت لرونکو نیول دوام لري. د کډوالو ژوند له اقتصادي، ښوونې او روزنې له لحاظه د هرې ورځې په تېرېدو سره خرابېږي. پاکستاني پولیس د افغان کډوالو له مجبورۍ ناوړه ګټه اخلي.»

پاکستان کې بل افغان کډوال نظر محمد بیا په دې اړه آفاق ته وویل: «پاکستان افغان کډوال نیسي، خو دا نیول قانوني نه دي، بلکې په ظلم او جبري توکه نیول کېږي. د پاکستان حکومت نه نړۍوالو قوانینو ته درناوی لري او نه هم بشري اصولو ته. پر دې سربېره، د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو کورونه وران شوي او مالونه یې هم ضبط شوي دي.»

له دې سره همهاله، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرسپ مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره لیدلي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې دواړو لورو د هېواد وروستیو تحولاتو او همداراز د راستنېدونکو کډوالو لپاره د چمتووالي په پار بحث او خبرې کړې دي. ښاغلی حقاني زیاتوي، چې په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې دهېواد په ټولو ولایتونو او سرحدي دروازو کې یې د کډوالو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

ښاغلي حقاني د دې لیدنې په اړه زیاته کړې: «په دې لیدنه کې د هېواد وروستیو تحولاتو او د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په اړه خبرې وشوې. د کډوالو چارو وزیر په دې لیدنه کې وویل، چې د هېواد په بندرونو او ولایتون کې د راستنېدونکو لپاره تیاریانې نیول شوې دي.»

په همدې حال، د کډوالو چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې په جبري توګه او ناوړه چلند سره د افغان کډوالو ایستل، د ټولو نړۍوالو کنوانسیونونو او ژمنو خلاف ګام دی.

د کډوالو حقونو فعال جمعه‌خان پویا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «د UNHCR، IOM په څېر بنسټونه او د کډوالو اړوند نور نړۍوال سازمانونه، باید د پاکستان له دولت سره خبرو ته کېني او د افغان کډوالو د جبري ایستلو او له هغوی سره د ناوړه چلند مخه ونیسي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت همداراز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ (شنبه، وري ۲۳مه) د پاکستان له بندخونو ۲۸ افغان کډوال آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد