له ایرانه راستانه شوي افغانان؛ د کار نشتون کډوالۍ ته اړ کړي یو

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د هرات اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وایي، چې پرون (شنبه، چنګاښ ۱۴مه) ۳۶ زره او ۵۱۲ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي. ښاغلی متقي د خپلو خبرو په دوام ټینګار کوي، چې اسلامي امارت هڅه کوي، څو د راستنېدونکو کسانو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

احمدالله متقي د راستنېدونکو افغانانو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «له ایرانه د راستېندونکو افغانانو په دوام، تېره ورځ د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ ۱۴مه ۳۶ زره او ۵۱۲ تنه د اسلام قلعې له پولې هېواد ته راستانه شوي او همداراز په تېرو ۱۳ ورځو کې څه باندې ۳۳۶ زره افغانان له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.»

بل‌خوا له ایرانه یو شمېر راستانه شوي افغانان، په کور د ننه د کاري فرصتونو نشتون د کډوالۍ اصلی لامل بولي. دوی وایي، که په کور د ننه ورته د کار زمینه برابره شي، هېڅکله به له هېواده بهر لاړ نشي. له ایرانه را ایستل شوی احمد ولي آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «کار شته، ځینې کسان مو بیایي، خو بیا معاش نه راکوي، تر ماسپښین او ټوله ورځ کار کوو، بالاخره د قانوني اسنادو پر لرلو سربېره مو را باسي، که دلته د ورځې ۳۰۰ افغانۍ کار راته پیدا شي، هېڅکله به نورو هېوادونو ته لاړ نشم.»

په ورته وخت کې، د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان وایي، چې اسلامي امارت باید له کوربه هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایرانه د راستنو شویو افغان کډوالو پوره ملاتړ وکړي. د کډوالو حقونو فعال نظر نظري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه داسې لیدلوری لري: «ایران کې د وروستیو تحولاتو په لړ کې، له دغه هېواده راستنېدونکو افغان کډوالو ته په کتو، اړتیا ده، چې د دوی پوره ملاتړ وشي، دا کسان چې غالباً په سختو شرایطو کې هېواد ته راستانه شوي، هېواد کې د ژوند بیا پیل لپاره جدي ملاتړ ته اړتیا لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو راستنېدو په دوام، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې روان کال څه باندې ۱.۴ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي او په خبره یې، دا کسان بېړنیو مرستو جدي اړتیا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد