آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي چې په تیره یوه اونۍ کې له ګاونډیو هېوادونو ۸۰ زره او ۸۰۳ افغانان راستانه شوي چې له دې ډلې څه باندې ۴۸ زره او ۷۰۰ له پاکستان او څه باندې ۳۱ زره او ۸۰۰ نور له ایرانه راستانه شوي دي.
ښاغلي حقاني آفاق خبري آژانس ته وویل چې له دغو راستنو شویو سره مرستې شوې دي. د هغه په خبره: « په تیره یوه اوونۍ کې له ګاونډیو هېوادونو ۸۰ زره او ۸۰۳ افغانان راستانه شوي چې له دې ډلې څه باندې ۴۸ زره او ۷۰۰ له پاکستان او څه باندې ۳۱ زره او ۸۰۰ نور له ایرانه راستانه شوي دي.»
په ورته مهال په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د ژمي موسم له رارسېدو د اندېښنې په څرګندولو سره له اسلامي امارته غواړي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسیدنه وکړي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال عتیقالله منصور آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «د ژمي له رارسېدو او میلیونونه افغانانو له بې ځایه کېدو سره به له شک پرته افغان کډوال د استوګنې، خوړو، روغتیا او زده کړو په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي.»
بل لور ته، د کډوالو د حقونو ځینې فعالان وایي، چې دمګړۍ له کوربه هېوادونو راستنېدونکي افغانان د ملي او نړیوالو بنسټونو بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري. د کډوالو د حقونو فعال ګلا خان بهادري بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «بې ځایه شویو ته باید د کار او زده کړو زمینه برابره شي، باید ښځو ته په ټولنه کې د مشارکت زمینه برابره شي، یوازې په ګډو هڅو او همکاریو سره کولی شو د خلکو ستونزې را کمې کړو.»
د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې کمیسیون د شمېرو له مخې، تیره ورځ له ایران او پاکستان هېوادونو ۶۷۳ کورنۍ هېواد ته را ستنې شوې دي.
