د کډوالو تورې ورځې؛ پاکستان کې ۸۰۰ پي‌او‌آر کارت لرونکي نیول شوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: اسلام‌آباد کې د افغان کډوالو اتشې مرستیال ارسلا خان حقیار وایي، چې پاکستاني حکومت د اګسټ له لومړۍ دغه هېواد کې «پي‌او‌آر» کارت لرونکي افغانان ناقانونه بللي او په خبره یې، اسلام‌آباد او راولپنډۍ کې تر اوسه ۸۰۰ افغانان نیول شوي دي. ښاغلی حقیار آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې له دې ډلې ۳۸۰ «پي‌او‌آر» کارت لرونکي افغانستان ته ډیپورټ او پاتې نور به هم نږدې ورځو کې وایستل شي.

ارسلا خان حقیار زیاتوي: «متاسفانه پاکستان د اګست له اولې ټول پي‌اوآر سمارټ کارت لرونکي افغانان ناقانونه بللي دي، نو په دې تړاو دوی نیونې هم پیل کړې، په ځانګړي دول اسلام‌آباد او پنډۍ کې، چې د اسلام آباد د مهاجرینو اتشې د راپور له مخې، تر اوسه ۸۰۰ کسان نیول شوی او په دې تعداد کې تقریبا ۳۸۰ پي‌اوآر سمارټ کارت لرونکي افغانستان ته ډيپورټ شوي دي.»

له دې سره هم‌مهاله، پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، چې دا مهال له جدي ستونزو سره مخامخ دي او په خبره یې، د خوراکي توکو پېرلو په پار نشي کولی په ډاډه زړه له کوره بهر لاړ شي. پاکستان کې مېشت افغان شاهین زاخیل هلته د افغانانو وضعیت په اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «افغان کډوال له کورونو د وتلو او کارځای ته تللو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. دوی په بېلابېلو پلمو د پاکستاني پولیسو له لوري نیول کېږي او د ساتنې مرکزونو ته لېږدول کېږي؛ په داسې حال کې چې په نیول شویو کې ښځې او ماشومان هم شته.»

پاکستان کې مېشت بل افغان کډوال ملک مجاهد خان شینواری بیا هلته د پاکستاني حکومت د چلند په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوی: «پولیس د زور له لارې افغان کډوال افغانستان ته ایستلو ته مجبوروي. دا چلند د نړۍوالو قوانینو خلاف دی، په داسې حال کې چې پاکستان ویلي وو، افغان کډوال به په زور ونه باسي، خو واقعیت دا دی، چې د ایستلو بهیر د زور له لارې ترسره کېږي.»

په ورته وخت کې، د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان وایي، چې د «پي‌او‌آر» په څېر د معتبرو اسنادو لرونکو کډوالو نیول او په جبري توګه د هغوی ایستل، د نړۍوالو منل شویو اصولو ښکاره نقض دی. د دوی په باور، د پاکستان حکومت باید د قانوني او ناقانونه کډوالو ترمنځ تفکیک وکړي او د هغو کډوالو له ایستلو ډډه وکړي، چې لا هم نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري.

د کډوالو حقونو فعال نظر نظري د پاکستان د دې پرېکړې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د قانوني کارت لرونکو افغانانو ایستل، د کډوالو په اړه د ټولو پېژندل شویو نړۍوالو اصولو خلاف عمل دی. له بده مرغه د پاکستان دولت دا ګام به هم خپله کډوالو او هم د افغانستان لپاره منفي پایلې ولري. دا چاره اقتصادي، ټولیزې او روانې ستونزې را ولاړولی شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزارت دغه هېواد کې له «پي‌اوآر» کارت لرونکو او هغو افغانانو چې ویزه نه لري، غوښتي وو، څو ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه شي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي وو، چې د اګسټ میاشتې له لومړۍ نېټې د لنډمهاله استوګنې کارتونو له لغوه کېدو وروسته یې، د افغان کډوالو ایستلو بهیر پیل کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *