د امریکا اعتراف او د اسلامي امارت هرکلی؛ آیا افغانستان امن دی؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روانې اونۍ (دوشنبه، غویي ۲۲مه) د متحده ایالتونو حکومت دغه هېواد کې د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت یا Temporary Protected Status  د پای‌ته رسېدو پرېکړه وکړه. د امریکا کورني امنیت وزارت، د دې پرېکړې له مخې، هغه ۱۱ زره او ۷۰۰ افغانان چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې له ۱۵مې نېټې وروسته د ګواښونو او وېرې له امله امریکا ته ستانه شوي وو، د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۲مه، یعنې د ۶۰ ورځو په اوږدو کې به بېرته افغانستان ته استول کېږي. د امریکا کورني امنیت وزارت ویلي، چې دا مهال «افغانستان امن دی» او د هېچا سرته خطر نشته. د بشري حقونو او کډوالو ملاتړو بنسټونو بیا د امریکا حکومت دې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او دا یې افغانستان کې د امریکا له متحدینو سره خیانت بللی دی.

د امریکا کورني امنیت له دې پرېکړې یوه ورځ وروسته، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مرستیال ټامي پیګوټ هم د دې تصمیم ننګه کړې. هغه په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت «ټي‌پي‌اس»  پروګرام، چې د پخواني حکومت تر پرځېدو وروسته امریکا ته د راغلو افغانانو لپاره طرحه شوی و، یوه لنډمهاله برنامه وه او اوس د دې برنامې د پای‌ته رسېدو وخت را رسېدلی دی. ټامي پیګوټ په دې اړه خبریالانو ته په ډاګه کړې: «کله چې د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت خبره کېږي، زه تاسو د کورني امنیت وزارت ته راجع کوم. دا پروګرام یوه موقتي ګټه ګڼل شوې وه، خو اوس د دې لنډمهاله ګټې وخت پای‌ته رسېدلی دی.»

د امریکا دولت له لوري د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام پای‌ته رسولو په غبرګون کې، د متحده ایالتونو آیووا ایالت په «سیډر راپیډز» ښار کې د یوې محکمې مخې ته، لسګونه کسانو د هغو افغانانو په ملاتړ لاریون وکړ، چې د دې پرېکړې له مخې د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي. لاریون کوونکو ټینګار کړی، چې امریکا کې مېشت افغانان د دوی ترڅنګ پاتې شوي او په خبره یې د دې پرېکړې عملي کېدل ورته د منلو نه دي.

په ورته وخت کې، له دې پرېکړې سره یو شمېر امریکایي سیاستوالو هم مخالفت څرګند کړی دی. د امریکا استازو جرګې غړي «جو مورل» پر خپله ایکس پاڼه لیکي، چې دا پرېکړه د عملي کېدو نه ده او ټینګار یې کړی، چې امریکا ته راغلو افغانانو افغانستان کې د امریکا له پوځي ماموریت سره مرسته کړې او اوس چې یې خپل هېواد پرېښی، هغوی ته شا کول خیانت دی.

خو له دې ټولو سره سره، د امریکا کورني امنیت وزارت دا پرېکړه بیا د اسلامي امارت له تاوده هرکلي سره مخ شوې ده. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دا تصمیم په هېواد کې د سراسري امنیت او اقتصادي ودې د تایید او اعتراف ښکاره نښه بللې ده. د دغه وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل ویلي، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت دا پرېکړه، به حقیقت کې د افغانستان د امنیت ټینګښت، اقتصادي ودې او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونو ښکارندویي کوي. ښاغلي تکل زیاته کړې، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان حق لري چې خپل هېواد ته په ازادانه توګه، تګ راتګ وکړي. د هغه په خبره، امریکا او نورو کوربه هېوادونو سره د هغو کډوالو د راستنولو لپاره چې نور د استوګنې شرایط نه لري، باید رغنده خبرې وشي او ټینګار یې کړی، چې افغانانو ته په متحده ایالتونو کې د قونسلګرۍ خدماتو فعالیت کولی شي د امنیتي اندېښنو په کمولو او په با عزته توګه هېواد ته د هغوی راستنېدو کې مرسته وکړي.

اوس اساسي پوښتنه دا ده، چې افغانستان په رښتیا هم امن دی کنه؟

واک ته د اسلامي امارت په بیاځلي راګرځېدو سره، د ټولو هېوادوالو لپاره عمومي عفوه اعلان شوه او دا بښنه ان تر دې چې د هغو افغانانو لپاره هم د تطبیق وړ وه، چې نېغ په نېغه یې په جګړو کې له امریکایي سرتېرو سره برخه اخیستې وه. سره له دې چې د اسلامي امارت په لومړیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د شکنجې او مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېدل، خو د سرپرست حکومت مسوولینو دا ډول کړنې تر شخصي دښمنیو پورې محدودې وبللې او په وار وار یې ویلي، چې له عمومي بښنې وروسته دې، هېڅوک له هېچا د غچ اخیستو په لټه کې نه اوسي او خبرداری یې وکړی، چې د عفوې له فرمانه سرغړونکي به د شرعي قانون پر بنسټ محاکمه کېږي.

د دې ترڅنګ، اسلامي امارت د پخواني حکومت لوړپوړو چارواکو د با عزته راستنېدو لپاره د «افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون» تر نامه لاندې یوه اداره رامنځته کړه. دې کمیسیون دنده درلوده چې له هېواده بهر مېشتو افغان سیاسیونو سره اړیکه ټینګه کړي او هغوی هېواد ته را دعوت کړي. د دې کمیسیون د فعالیت له پیل تر دې دمه، د وزیرانو، والیانو، امنیه قومندانانو، استخباراتو رییسانو، ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو په ګډون، سلګونه کسان هېواد ته راستانه او له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

پر دې سربېره، تر ټولو مهمه دا چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي را ګرځېدو سره سم، د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د پخواني حکومت پر مهال د ملي روغې جوړې رییس عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې غړی فضل‌هادي مسلمیار او ګڼو نورو چارواکو کابل کې حضور درلود؛ نو که چېرې اوسني حکومت د تېر حکومت له چارواکو د غچ اخیستو او یا هم هغوی ته د زیان رسولو اراده درلودلی، نو تر ټولو لومړی به یې ذکر شویو څېرو ته زیان رسولی و.

افغانستان کې د سراسري امنیت ټینګښت بل ښکاره ثبوت د هرې ورځې په تېرېدو سره د بهرنیو سیلانیانو راتګ دی. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو پر بنسټ، د تېر ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې ۳۴ زره او ۴۱۱ بهرنيو وګړو تګ راتګ کړی دی.

که موضوع په لنډو کې راټوله کړو، دا ښکاره خبره ده، چې افغانستان کې فزیکي امنیت تر بل هر وخت په ښه توګه ټینګ شوی دی، خو رواني امنیت، اقتصادي ستونزې او د زده‌کړو په برخه کې لګېدلي بنډیزونه، هغه څه دي، چې تر ډېره یې په کور د ننه افغانان، په ځانګړي ډول نجونې او مېرمنې له روحي او رواني اړخه ځپلې دي. سره له دې چې اوسنی حکومت د اقتصادي ودې په پار هم هلې ځلې کوي، خو دا چې افغانستان له اوږدو جګړو را وتلی، دا به ناممکنه وي چې په لنډه موده کې دې اقتصادي ستونزې هوارې شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد