د افغان کډوالو لاسنیوي هڅې؛ م.م د راستنېدونکو وضعیت بوږنوونکی بولي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالۍ بحران شدت او پر بې‌ځایه شویو د فشار زیاتوالي سره، په بېړنۍ او همغږې توګه د کډوالو وضعیت ته رسېدنه یو انساني لومړیتوب ګرځېدلی. په همدې لړ کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان پلاوي د ریاست الوزرا اداري مرستیال او بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال سره جلا- جلا لیدنو کې په دې برخه کې د همکاریو پر زیاتوالي، د راستنېدونکو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو، د هغوی لپاره د مالي او اداري خدمتونو او ملاتړ چمتو کولو او په دواطلبانه او عزت سره د هغوی د راستنېدو په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنو کې همداراز د کډوالو ملاتړ لپاره د نړۍوالې همغږۍ پر ارزښت ټینګار شوی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت زیاتوي: «محترم محمد عبدیکر د کوربه هیوادونو له لوري د کډوالو د حقونو د تامین او خوندیتوب په موخه د یاد سازمان کوښښونو ته اشاره وکړه او وې ویل، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) کوښښ کوي چې د نورو بین المللي سازمانونو په همکاري د مهاجرینو د مهارتونو په تشخیص سره هغوی ته د کارموندنې او زیاتو مرستو زمینه برابره کړي.»

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل د دې لیدنې په اړه وایي: «په دې کتنه کې دواړو لورو د افغان کډوالو په جبري ایستنه، بې‌ځایه شویو کورنیو او د بشردوستانه همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې. ډاکټر محمد نعیم  کډوالي د بشري حقونو جدي مسئله وبلله او ټینگار یې وکړ چې افغان کډوالو ته دې د عزتمندانه راستنېدنې مناسب شرایط برابر شي.»

له دې سره هم‌مهاله، د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشرې د دفتر رییس اسلام کلا بندر کې د افغان کډوالو وضعیت ارزونې پر مهال د هغوی وضعیت د اندېښنې وړ بللی او زیاته کړې یې ده، چې راستنېدونکي، په ځانګړي ډول مېرمنې او ماشومان له سختو ننګونو سره مخ او په خبره یې هغوی له سرپناه او کافي ملاتړ پرته هېواد ته راستانه شوي او په بېړنۍ توګه یې د بشري مرستو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی. هغه د دغه انساني بحران بېلابېلو اړخونو ته په اشارې سره، د راستنېدونکو ملاتړ په پار د نړۍوالې ټولنې د پیوستون او جدي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشرې د دفتر رییس محمد عبدیکر زیاته کړې: «له ایرانه د راستنېدونکو دا څپه داسې مهال پیل شوې، چې د سږ کال په لومړیو کې له پاکستانه ګڼ افغانان راستانه شول. د روان کال په لړ کې تر اوسه څه باندې ۱.۳ میلیونه افغانان له ایرانه را ایستل شوي او دا شمېره د هرې ورځې په تېرېدو سره د زیاتېدو په حال کې ده. موږ په بېړنۍ توګه ملاتړ، په ځانګړي ډول نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لرو. دا ملاتړ نه یوازې په پولو کې، بلکې په ښارونو او کلیو کې هم ضروري دی.»

په ورته وخت کې، د کډوالو حقونو فعالان خبرداری ورکوي، چې د راستنېدونکو پراخې څپې، افغانستان له انساني بحران سره مخامخ کړی او په دې برخه کې اغېزناک او بېړني کورني او بهرني ملاتړ ته اړتیا لري. د کډوالو حقونو فعال محمدخان طالبي محمدزی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د کډوالۍ نړۍوال سازمان باید د راستنېدونکو په برخه کې مهم رول ولوبوي. دا که په جبري توګه را ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه راستانه شوي دي. د دغو راستنېدونکو بحراني وضعیت ته په کتو، چې شمېر یې سلګونه زرو ته رسېږي، بېړنیو اقداماتو او مرستو ته اړتیا ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي وو، چې د راستنېدونکو منلو مرکزونو بشپړ فعالیت سره سره، مالي سرچینې په شدت سره محدودې دي او وضعیت خورا بحراني دی. د دغه سازمان مسوولینو ټینګار کړی و، چې له هرو لسو کسانو یوازې یو کس یې توانېږي د اړتیا وړ مرستې ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *