د افغان کډوالو زیاتېدونکی کړاو؛ د پاکستان ظلم او د ملګرو ملتونو اندېښنې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان کورنیو چارو وزارت پرون (یکشنبه، زمري ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې دغه هېواد کې مېشت (پی‌او‌آر) کارت لرونکي افغانان دې د وږي میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې له دې هېواده ووځي او خبرداری یې ورکړی، چې که ونه وځي، نو په جبري ډول به ستانه کړل شي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د پی‌او‌آر کارت لرونکو داوطلبانه بهیر به په سمدستي توګه پیل شي.

په پاکستان کې مېشت افغان ملک مجاهد خان شینواري د پاکستان حکومت د دې پرېکړې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «څنګه چې تاسو ته معلومه ده، د پاکستان حکومت د اګسټ له لومړۍ، د هغو افغان مهاجرینو خلاف چې د پي‌اوآر کارتونو لرونکي دي، پولیسو ته امر وکړ، چې دا ونیسی او هولډ سنټرونو ته یې یوسئ او له هغې وروسته یې له پولې خپل هېواد ته وباسئ. پولیسو په ډېرې تېزۍ سره په بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې افغان مهاجرین ونیول، ګاډو کې یې واچول او له پولو یې واړول.»

ورته مهال، د کډوالو په چارو کې ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له پاکستانه غوښتي، څو د (POR) کارتونو لرونکو شاوخوا ۱.۴ میلونه افغان کډوالو له ایستلو ډډه او د کارتونو موده یې وغځوي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د دې کسانو جبري ستنېدل، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، له ګواښونو سره مل دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د خبرپاڼې یوه برخه راغلي: «موږ د پاکستان له حکومته غواړو چې د شاوخوا ۱.۴ میلیونه هغو افغان کډوالو چې (POR) کارتونه لري، د ایستلو بهیر ودروي او د دې کارتونو موده وغځوي.»

په ورته وخت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د کډوالۍ نړۍوال سازمان له رییس محمد عبدیکر سره لیدنه کې د کډوالو لپاره د سرپناه جوړولو په برخه کې د نړۍوال ملاتړ غوښتنه کړې ده. ښاغلي کبیر دا غوښتنه د ژمي موسم راتلو او له پاکستان او ایران د افغان کډوالو ایستلو دوام په درشل کې مطرح کړې ده.

د کډوالو چارو وزارت وایي، چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشر کابل ته د خپل سفر موخه د کډوالو وضعیت ارزونه او د مالي سرچینو را جلبول بللي دي. د کډوالو حقونو فعال نظر نظري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «له بده مرغه د پي‌اوآر کارت لرونکو پر وړاندې د پاکستان دا ګام د کډوالو په برخه کې د ټولو نړۍوالو اصولو خلاف دی او په جبري توګه د هغوی را ایستل به له بده مرغه هم د کډوالو لپاره او هم افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري.»

د کډوالو حقونو بل فعال محمد خان طالبي محمدزی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «وروستیو کلونو کې چې کاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ایستلو ته شدت ورکړی و او نړۍوالو بنسټونو هم افغانستان هېر کړی و، د ملګرو ملتونو وروستیو دوه اړخیزو لیدنو په نتیجه کې کولی شو ووایو چې دا له ګاونډیو هېوادونو او اسلامي امارت سره د همغږۍ رامنځته کولو په برخه کې یو نیک ګام دی.»

په همدې مهال، د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشر محمد عبدیکر اسلام کلا بندر کې د راستنېدونکو وضعیت ارزونې پر مهال ویلي، چې راستنېدونکي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان بېړني ملاتړ ته اړتیا لري. هغه پر خپله ایکس پاڼه زیاته کړې، چې افغانستان په یوازې ځان نه شي کولی د کډوالو بوږنوونکي وضعیت ته رسېدنه وکړي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشر همداراز زیاته کړې، چې د روان کال د اپریل له پیل تر دې دمه څه باندې ۱.۳ میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *