آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران له لوري د افغان کډوالو ایستلو بهیر چټکتیا په لړ کې، وروستیو کې د هرات اسلام کلا مرز د زرګونه افغان کډوالو د را ستنېدو شاهد دی. د هرات اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي آفاق خبري آژانس ته وایي، چې وروستۍ یوه اونۍ کې شاوخوا سل زره کسان له ایرانه هېواد ته راستانه شوي او په خبره یې، تمه ده نن (سهشنبه، چنګاښ ۷مه) ۲۰ زره نور کسان د اسلام کلا له مرزه هېواد ته را واړول شي.
احمدالله متقي په دې اړه زیاتوي: «یوازې په تېره یوه اونۍ کې شاوخوا سل زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي. وروستیو څو ورځو کې، هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ زره او کله ناکله هم تر درې زره پورې افغان کډوال له پولې را اړوي. نن سهشنبه ایراني چارواکو د اسلامي امارت مسوولینو ته خبر ورکړی، چې ښایي ۲۰ زره نور افغانان را واړول شي. باید ووایم چې د راستنېدونکو کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.»
په ورته وخت کې، له ایرانه یو شمېر را ایستل شوي کډوال وایي، چې د قانوني اسنادو پر لرلو سربېره، له هغه هېواده را ایستل شوي دي. له ایرانه را ایستل شوی افغان کډوال علي زیاتوي: «په پاسپورت او وېزه راغلی وم، خو زموږ ملګري یې ونیول، هغوی پاسپورت او کارتونه هم درلودل، خو ایراني پولیسو ټول څېرې کړل.»
بلخوا د ایران کورنیو چارو وزیر له یوې ایرانۍ رسنۍ سره خبرو کې ټینګار کړی، چې د ناقانونه کډوالو په اړه یې د هېواد سیاستونه قانوني او دقیق دي او په دې بهیر کې د کډوالو او یا هم ګاونډیو ضد هېڅ نیت نه لري. سکندر مومني زیاته کړې: «موږ د خلکو او ګاونډیو ضد نه یو، خو دا هم نشو زغملی، چې یو شمېر کسان دې راشي او زموږ امنیت ته دې زیان ورسوي.»
له دې سره هممهاله، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وایي، چې دغه وزارت له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره په همغږۍ هڅې کوي، څو د کډوالو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې بشري مرستې را جلب کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال آفاق سره خبرو کې زیاته کړه: «له ایرانه د افغان کډوالو تازه څپې ته په پام سره، د اسلامي امارت اقتصاد وزارت هڅه کوي، څو د مرستو په جلب او مطلوبو خدمتونو په وړاندې کولو سره، د کډوالو پر وړاندې خپله دنده ترسره کړي. په همدې موخه مو د هرات له اقتصاد ریاسته هم غوښتي، څو د نورو بنسټونو په همکارۍ، زموږ ګرانو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې هېڅ راز هڅې ونه سپموي.»
دا په داسې حال کې ده، چې کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي په مشرۍ یوه ډیپلوماټیک پلاوي هم اسلام کلا بندر کې، له ایرانه راستنېدونکو افغان کډوالو سره لیدلي دي. د دې لیدنې موخه د کډوالو ستونزو ته رسېدنه او همداراز د هغوی وضعیت ښهوالي لپاره د حللارو ارزونه ښودل شوې ده.